جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان له ۱۰۰ زیاتو هېوادونو سره سوداګري لري

افغانستان له ۱۰۰ زیاتو هېوادونو سره سوداګري لري

تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۸مه』د طالبانو ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې لاسته راوړنې وړاندې کړې.

د یاد وزارت سرپرست په پروګرام کې وایي، د صنعتي سیمو د قانون توشیح او له بهره راستنو شویو سوداګرو او صنعتکارانو ته د اسانتیاو د تنظیم مقرره د طالبانو د حکومت د مشر له لوري تصویبېدل، د تېر کال له مهمو لاسته‌راوړنو دي.

نورالدین عزیزي زیاته کړه چې، تېر کال یې په هېواد کې دننه ۲۷ سوداګریز نندارتونونه جوړ کړي او ۱۷ نړیوالو او سیمه ييزو نندارتونونو کې یې کورني تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.

عزیزي وايي اوسمهال افغانستان له ۱۰۰ زیاتو هېوادونو سره روانه سوداګري لري.

هغه زیاتوي چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې له بېلابېلو هېوادونو سره ۱۶ هوکړې لاسلیک کړې دي.

له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتېده کارپوهان هم لاسته راوړنه بولي خو ټینګار کوي، چې د صادراتو پر زیاتوالي دې کار وشي.

کارپوهان وایي اوسمهال تر صادراتو د وارداتو کچه لوړه ده، چې دا داخلي تولید په کموالپ دلالت کوي او باید داخلي پانګونه زیاته او داخلي تولید زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب