تاند『شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲۸مه』د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان ویانده روینا شمدساني وايي، له نورو هېوادونو د افغانانو په زوره شړل د نړیوالو قوانینو نقض دی او باید سملاسي ودرول شي.
نوموړې په جنوا کې مطبوعاتي کنفرانس ته ویلي، « ګڼ شمېر افغان کډوال یا په مخامخ توګه د کوربه هېوادونو له خوا شړل شوي یا هم د ګواښلو، ځورولو او ډارولو له امله ستنېدلو ته اړ ایستل شوي دي.»
شمدساني دغه راز ویلي «افغانستان کې شته ناسم وضعیت ته په کتو – په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره – له ټولو هېوادونو غواړو چې افغانانو ته د خوندي ځای موندلو لپاره قانوني لارې زیاتې کړي.»
دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي، چې پرون جمغه جرمني ۸۱ تنه افغانان له دغه هیواد څخه وویستل.
دغه ډله افغانان پرون (جمعه) افغانستان ته را ولېږدول شول.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې،دغه شمېر افغانان یې د جرمني له لاپیزیک نړیوال هوايي ډګر څخه په یوه ځانګړې الوتنه کې تر کابل نړیوال هوايي ډګره رسولي.
دغه وزارت په دې تړاو نور معلومات نه دي ورکړي چې دا ډله افغانان یې ولې ایستلي.
تر دې وړاندې هم جرمني د جنایي جرمونو په تور یوه ډله افغانان له دغه هیواده ایستلي وو.
له دې سره هم مهاله د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم دغه خبر تائید کړی او پر خپله اېکسپاڼه یې لیکلي چې، یاد افغان د قطر په منځګړتوب له دغه هیواده ایستل شوي او افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.