یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+روسیه د افغانستان او پاکستان په سوله کې تر چین ښه رول...

روسیه د افغانستان او پاکستان په سوله کې تر چین ښه رول لوبولی شي

د اندریو کوریبکو لیکنه

سرچینه: ایشیاټایمز

ژباړه: مینه احمد

د پاکستان لپاره د روسیې سفیر البرت خوریف روانه اوونۍ تاس خبري اژانس ته وویل چې هېواد یې د پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ ضد هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه چې روسیه دواړه هېوادونه هڅوي چې خپلې سرحدي شخړې له دوه‌اړخیزو یا څو‌اړخیزو لارو حل کړي.

دا څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې روسیه غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي. چین لا دمخه ورته هڅه کړې، خو د پام وړ پایلې یې نه دي ترلاسه کړي.

په هر حال، روسیه د دې کار د بریا لپاره غوره فرصت لري.

د یورایشیا په دې سیمه کې د روسیې ستر جیو-اقتصادي پلان دا دی چې د منځنۍآسیا، افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ترانزیت موازې لارې او د انرژۍ دهلیزونه پرانیزي. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره، روسیه باید له افغانستان او پاکستان سره متوازنې اړیکې وساتي، د دوی ترمنځ د سرحدي شخړو په حل کې مرسته وکړي، او بیا دا هڅې د پاکستان او هند ترمنځ هم وغځوي.

لومړی ګام تېر دوبی له طالبانو سره ستراتیژیکه همکاري او بیا د ډسمبر په میاشت کې له پاکستان سره د مهمو سرچینو د تبادلې تړون و.

دوهم ګام به ډېر ستونزمن وي، خو د دې لپاره د روسیې د سفیر خوریف وروستي څرګندونې مهمې ګڼل کېږي، چې پکې یې د افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ ضد هڅو ته د مسکو ملاتړ څرګند کړ. نوموړي د پاکستان اندېښنې ومنلې چې له افغانستانه ورته ترهګریز ګواښونه متوجه دي، خو د اسلام‌اباد برعکس، یې د دې مسئلې پړه پر طالبانو وا نه چوله، بلکې یوازې یې د “ضروري مرستو” مبهم وړاندیز وکړ.

هدف دا ښکاري چې روسیه غواړي دواړه هېوادونه هر یو په خپل ډول پیاوړي کړي—پاکستان ته سیاسي ملاتړ ورکړي چې له افغانستانه د ترهګرۍ د نفوذ مخه ونیسي، او طالبانو ته د داعش-خ (خراسان څانګې) پر ضد د احتمالي وسلو او د ځانګړو ځواکونو د روزنې وړاندیز وکړي.

دا هم څرګنده نه ده چې روسیه د پاکستان هغه دعوې مني که نه، چې ګواکې طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او نورو ډلو ملاتړ کوي. د دې مسلې یادونه به د روسیې متوازن دریځ له خطر سره مخامخ کړي.

چین هم ورته دریځ خپل کړی، خو د روسیې په پرتله یې جیو-اقتصادي لیدلوری کمزوری دی، ځکه د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کېدل د چین د پراخې سیمه‌ییزې پالیسۍ لپاره ضروري دي.

پاکستان ته د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) له لارې له چین سره مستقیمه سوداګري ممکنه ده، او افغانستان ته د مرکزي آسیا له لارې د چین د ریلګاډي دهلیز ته لاسرسی شته. نو که څه هم چین غواړي دا دوه هېوادونه نژدې شي، خو دا یې د جیو-اقتصادي موخو لپاره اړین نه دي.

خو روسیه بیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کېدل د خپلو موازي ترانزیتي او انرژۍ دهلیزونو د بریالیتوب لپاره اړین ګڼي، چې یو وخت به ممکن هند ته هم وغځېږي. له همدې امله، دواړه هېوادونه پوهېږي چې روسیه د منځګړتوب لپاره تر چین ډېره دلچسپي لري.

د پاکستان او افغانستان د شخړو له حل څخه چین هېڅ ډول اقتصادي ګټه نه ترلاسه کوي، خو که دوی خپل اختلافات هوار کړي، نو پاکستان به له روسیې سره د ځمکې له لارې مستقیمه سوداګري وکړای شي او ښايي له روسیې انرژي هم ترلاسه کړي.

په ورته ډول، افغانستان به د دې دهلیزونو د منځګړي رول څخه ګټه پورته کړي، په تېره بیا که دا پروژې تر هنده وغځېږي.

له همدې امله، روسیې ته لازمه ده چې دا دیپلوماتیک بهیر په تخلیقي لارو پرمخ یوسي، چې یو له هغو څخه د ترانزیت او انرژۍ په برخو کې د احتمالي پروژو د پلانونه د تفصیل شریکول دي.

دا پلانونه باید مشخص وي، پکې د پانګونې اټکل، د پور شرایط (که اړتیا وي)، د ممکنه ګډې ملکیتي بڼې څرنګوالی، او د محلي کارګرانو د استخدام امکانات شامل وي.

ښايي دا هڅه کافي نه وي، خو دا به له هغه څه ډېر وي چې چین یې د سولې په بدل کې وړاندې کولی شي—یعنې هیڅ هم نه.

سربېره پر دې، که په سیاسي یا نظامي وضعیت کې بدلون راشي او دواړه هېوادونه پرېکړه وکړي چې خپل اختلافات حل کړي، نو دوی به د روسیې پلانونه بیا راژوندي کړي، ځکه دواړو ته به یې متقابلې اقتصادي ګټې وي.

اوس د پایلو د وړاندوینې لپاره لا وختي ده، خو تمه کېږي چې روسیه به د سولې هڅه وکړي، او دا هڅې به د چین په پرتله ډېرې مهمې وي.


یادونه:

اندریو کوریبکو د مسکو د ګټو له نظره موضوع ته کتنه کړې. د ده نظر که څه هم د یوه شنونکي نظر دی خو ممکن د ډیرو روسي چارواکو له نظر سره ورته والی ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...