یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهپه عراق کې د فاطمیون او زینبیون پر مېشتېدو اندېښنې

په عراق کې د فاطمیون او زینبیون پر مېشتېدو اندېښنې

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۷ مه) هغه افغان او پاکستاني رضاکار جنګیالي، چې د ایران د سپاه پاسداران په ملاتړ د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره په سوریه کې ځای پر ځای شوي وو، د اسد د رژیم له پرزېدو وروسته عراق ته تللي دي. یو شمېر عراقیان په دې خاطر اندېښنه لري. د دوی د اندېښنې علت ته عرب نیوز په دې راپور کې کتنه کړې:

————–

د نیوزعرب د راپور له مخې، هغه افغان او پاکستاني جنګیالي، چې پخوا یې په سوریه کې د بشاراسد د رژیم په ننګه جګړه کړې وه، د اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته عراق ته تللي دي. دا چاره سبب شوې چې د عراق پارلمان په دې اړه پلټنې وکړي.

په عراق کې اندېښنې زیاتې شوې دي چې یاد جنګیالي ښايي د ایران تر ملاتړ لاندې له عراقي وسلوالو ډلو سره یوځای شي.

د عراق یوه امنیتي چارواکي العربي الجدید ته ویلي چې دا بهرني جنګیالي د دسمبر په ۷ او ۸ عراق ته داخل شوي دي.

د فاطمیون او زینبیون جنګیالي

دوی اصلاً په فاطمیون او زینبیون فرقو پورې تړلي دي، چې د ایران د سپاه پاسداران له خوا جلب او جذب شوي وو. دوی د ۲۰۱۱ کال له جګړې راهیسې د اسد د رژیم په ملاتړ کې مهم رول درلود.

که څه هم عراقي امنیتي چارواکو د دې جنګیالیو شمېر کم بللی، خو د دوی موجودیت د پارلمان غړي اندېښمن کړي دي.

د پارلمان غبرګون

د عراق د پارلمان غړي عدنان الزرفي د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې یادې وسلوالې ډلې په نړیوال “ترهګریز” لیست کې شاملې دي.

«دا ډلې د ترهګرو سازمانونو په توګه ثبت شوي، خو بیا هم د عراق حکومت دوی ته د پاتې کېدو اجازه ورکړې ده. دا چاره د عراق امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.»

هغه د عراق چارواکي تورن کړل چې دا ډلې ساتي، او زیاته یې کړه چې د دوی اصلي هېوادونه هم د دوی د بېرته منلو مخالف دي.

د پارلماني پلټنې اعلان

د عراق د پارلمان د امنیت او دفاع کمېټې غړي یاسر وتوت (وطوط) د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پارلمان به د دې مسلې پلټنه پیل کړي.

«د غیر عراقي وسلوالو ډلو شتون د منلو نه دی او د عراق امنیت ته مستقیم ګواښ پېښوي.»

له دې قضیې سره بلد قانون جوړونکي به د عراق له استخباراتي ادارې سره کار وکړي، څو دا ادعاوې تصدیق کړي او په عراق کې د بهرنیو وسلوالو فعالیتونه وڅېړي.

د امریکا او اسراییلو احتمالي بریدونه

یاسر وتوت زیاته کړه:

«دا موضوع امریکا یا اسراییل ته پلمه په لاس ورکولی شي چې د عراقي پر خاوره بریدونه وکړي. موږ به دا راپورونه وڅېړو او په دې اړه به روښانه دریځ غوره کړو.»

د سیاسي مشرانو اندېښنې

ځینو عراقي سیاستوالو خبرداری ورکړی چې د دغو ملیشو موجودیت عراق د امریکا او اسراییل د احتمالي بریدونو له ګواښ سره مخامخولی شي.

عبدالرحمن الجزایري، چې د پخواني لومړي وزیر نوري المالکي په مشرۍ د دولت القانون ائتلاف غړی دی، دا وضعیت “خطرناک” او “ستراتیژیکه تېروتنه” وبلله.

«دا ډلې ښايي د امریکا او اسراییل د بریدونو هدف وګرځي، او عراق به یوې داسې نظامي شخړې ته ورکاږي چې د زغملو وس یې نه لري.»

د حکومت رسمي انکار

که څه هم حکومت د بهرنیو جنګیالیو له شتونه انکار کړی، عبدالرحمن الجزایري ټینګار کړی چې دا وسلوال په عراق کې شته، خو ښايي د غیر رسمي وسلوالو ډلو په مرکزونو کې ځای پر ځای وي، نه د عراق په رسمي پوځي جوړښت کې.

د عراق امنیتي وضعیت ته جدي ګواښ

الجزایري خبرداری ورکړ:

«د عراق داخلي امنیت له جدي خطر سره مخامخ دی. حکومت باید سمدلاسه اقدام وکړي او مخکې له دې چې هېواد نور هم بې‌ثباته شي دا ډلې له هېواده وباسي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...