یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهپاکستان:افغانستان باید د سیمه ییز اتصال لپاره د ترهګرۍ موضوع حل کړي

پاکستان:افغانستان باید د سیمه ییز اتصال لپاره د ترهګرۍ موضوع حل کړي

تاند【شنبه د سلواغې ـ دلوژ ۲۷مه】‏د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د ټولې سیمې لپاره پاکستان د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره نښلول کیږي ګټور ګام دی.

خو نوموړی افغانستان کې ستره ستونزه د “ترهګرو ډلو” شتون بولي، چې په خبره یې د دې اتصال مخه یې نیولې ده.

شفقت علي خان زیاته کړې چې افغان لوری باید د سیمه ییز توصل لپاره د ترهګرۍ موضوع حل کړي.

هغه وایي، پاکستان له افغانستان سره په دې اړه تعامل ته دوام ورکوي او په خبره یې، تر هغو چې دغه مسله حل نشي، د دواړو هېوادونو ګډه همکاري به بې پایلې وي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې بیا بیا افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیت په تړاو څرګندونې رد کړي دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستانه د تروریزم پر ضد مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

نوموړي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې تروریزم د پاکستان او ترکیې ګډه اندېښنه ده.

هغه وویل: «موږ به په ګډه د دې ګواښ پر ضد مبارزه کوو او تر هغه چې ماتې مو نه وي ورکړې ارام نه کوو. افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی او موږ هیله لرو چې افغانستان به د تروریزم ضد مبارزه کې همکاري وکړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....