Homeخبرونهتاجکستان کې ۳۰تنه داعش سره د اړیکو په تور په بند محکوم...

تاجکستان کې ۳۰تنه داعش سره د اړیکو په تور په بند محکوم شول

تاند【شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۷مه】په تاجکستان کې یوې محکمې تر ۳۰ ډېر کسان د تېر نوي کال د مراسمو د ګډونوالو د مسمومولو د هڅې په جرم له ۸ تر ۲۰ کلونو پر بند محکوم کړي دي

د تاجکستان یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي،چې ټولو محکوم شويو کسانو له “داعش خراسان” ډلې سره تړاو درلود.

د معلوماتو له مخې تورنو کسانو تېر کال د نوروز د مراسمو پر مهال د پلازمېنې په ختیځ وحدت ښار کې په زهرجنو خوړو سره د دغه جشن د ګډونوالو د مسمومولو هڅه کړې وه.

د تاجکستان د لویې څارنوالۍ د ترورېزم او افراطیت پر وړاندې د مبارزې مشر جمعه نظر سید احمدزاده خبریالانو ته وویل، چې د دغې پېښې په تړاو لس نور کسان هم تر څار لاندې دي.

د تاجکستان رسنیو د راپورونو له مخې، د روانې میاشتې په پیل کې د داعش نهو زندانیانو د وحدت ښارګوټې له زندان د تيښتي د هڅې پر مهال ۵ نور زندانیان هم وژلي وو.

تاجکستاني چارواکو په وار وار په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو او په تاجکستان کې د هغو د نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې ده.
خو بل لورته بیا طالبانو افغانستان کې د داعش شتون په وار وار رد کړی او پاکستان یې د داعش د تولید مرکز بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...