یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان د افغانستان بندپاتې موټرو ته د داخلېدو اجازه ورکړه

ازبکستان د افغانستان بندپاتې موټرو ته د داخلېدو اجازه ورکړه

تاند【شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۷مه】په بلخ ولایت کې طالب چارواکو خبر ورکړی، چې له دغه ولایت څخه یو ۹ کسیزه پلاوی د ستونزو حل لپاره ازبکستان ته سفر کړی او له ازبک چارواکو سره یې کتلي دي.

ځایي سرچینې وایي، چې دې کتنه کې د افغانستان د ټرانزیټي موټرو بند پاتې کېدلو، په ګډ بازار کې د افغان وچو مېوو د پلور مخنیوي او روغتون ته د بېړنیو ناروغانو دنه‌ لاسرسي پر ستونزو خبرې شوې دي.

په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې لیدنو وروسته یادې ستونزې هوارې شوې او پرېکړه شوې چې ازبکستان به د افغانستان ۱۵۰۰ بند پاتې ترانزیټي موټرو ته د تګ اجازه ورکړي.

سرچینه وایي، دغه راز په ګډ بازار کې افغان سوداګر کولای شي خپلې وچې مېوې وپلوري او هوکړه شوې چې بېړني ناروغان د تذکرې په درلودلو سره د ګډ بازار روغتون ته مراجعه کولای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....