تاند (شنبه،د سلواغې/ دلوې ۲۷ مه) د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، ۱۷ افغان کډوال د څو افریقایي هېوادونو له زندانونو اخوشي شوي دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیاء احمد، نن (شنبې) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: «په قاهره کې د افغانستان د سفارت په هڅو، ۱۷ افغان کډوال په تېرو درېیو میاشتو کې د څو افریقایي هېوادونو له زندانونو ازاد شول.»
نوموړي همداراز کښلي چې دا افغانان په بېلابېلو دلایلو په مصر، مراکش، لیبیا، سودان او موریتانیا بندیان وو او له خوشي کېدو وروسته په الوتکه کې افغانستان ته ولیږدول شول.
حافظ ضیاء احمد وویل، په قاهره کې د افغانستان سفارت د دې هېواد تر ټولو لوی سفارت دی، او ټینګار یې وکړ چې دا سیاسي استازولي به د افغان اتباعو د ملاتړ، د هغوی د حقونو د خوندیتوب او تأمین لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
یو شمېر افغانان، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته درېیمو هېوادونو ته انتقال شوي، لا هم په “زندان ته ورته” کمپونو کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، دا کسان، چې درې کاله وړاندې له افغانستانه وتلي، لا هم د بیا مېشتېدو لپاره کومه روښانه هیله نه لري. امریکایي چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې دقیقاً څو افغانان لا هم په درېیمو هېوادونو کې بند پاتې دي، خو د بشري حقونو ځینې فعالان اټکل کوي، چې سلګونه کسان لا هم د څه باندې ۳۶ هېوادونو په موقتي کمپونو کې بند پاتې دي.
تر دې مخکې، یوګانډا د امریکا د غوښتنې په منلو سره اعلان کړی و چې چمتو ده افغان کډوال په موقتي ډول ومني. همداراز، روانډا هم د ځینو افغان کډوالو هرکلی کړی، خو جنوبي افریقا د داخلي محدودیتونو او موجوده شرایطو له امله د دې کډوالو له منلو ډډه کړې.
هههههه ١٧ تنه بنديان یی له وړوکي زندانه راويستلي او په ٤٠ میلیوني زندان یی ور ننه ایستلي