شنبه, مارچ 22, 2025
Homeخبرونهمتقي په غیرمستقیم ډول خپل مشر د خپلو خلکو د تېښتې سبب...

متقي په غیرمستقیم ډول خپل مشر د خپلو خلکو د تېښتې سبب وباله

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۸ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په غیرمستقیم ډول د خپل حکومت د مشرتابه له لوري د واک پر تمرکز انتقاد وکړ.

امیرخان متقي پرون (شنبې) په یوه دیني مدرسه کې د وینا په ترڅ کې د داخلي همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او د داسې پالیسیو په وړاندې یې خبرداری ورکړچې د ده په وینا له هېواده د خلکو د تیښتې سبب کېږي.

ښاغلي متقي وړاندیز وکړ چې مشرتابه باید درست سره راټول کړي او د خپلو کسانو د پردي کېدو مخه ونیسي.

متقي زیاته کړه:
«تاسو باید هرڅوک سره راټول کړئ، هېڅوک باید له تاسو خپه نه شي، هېڅوک باید له تاسو ونه تښتي. ولې خلک تښتي؟ هغه کسان چې ستاسو خپل دي، ولې باید تېښتې ته اړ شي؟»

د متقي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د طالبانو ترمنځ داخلي اختلافات مخ په زیاتېدو دي. د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی تر دې وړاندې د هبت‌الله اخندزاده پر پالیسیو، په تېره بیا د نجونو د زده کړو پر مخنیوي د انتقاد له کبله هیواده وتلو ته اړ شوی دی.

امیرخان متقي چې د طالبانو په منځ کې، محافظه کاره شخصیت ګڼل کېږي او تر دې وړاندې یې د طالبانو د مشر په هغو پالیسیو انتقاد نه و کړی چې له کبله یې د دوی حکومت د نړۍ هیڅ هیواد په رسمیت نه پېژني، دا لومړی وار دی چې د هیب الله اخوندزاده پر پالیسیو انتقاد ته مجبوریږي.

متقي تر نورو طالبانو ډېر پوهیږي چې د دوی د مشر پالیسیو د طالبانو ححکومت ته څومره تاوان اړولی دی.

د طالبانو ځینو نورو مشرانو لکه د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د هغه مرستیال د اخوندزاده پر افراطي پالیسیو په ښکاره او ضمني ډول نیوکې کړې وې.

ویل کېږي چې د طالبانو مشر په تدریجي ډول د خپلو طالبانو په لیکو کې تصفیه پیل کړې، ځان ته وفاداره کسانو ته لوړې چوکۍ ورکوي او هغوی چې پرې ډېر باور نه لري، ګوښه کوي.

1 COMMENT

  1. دا وار لکه چی د متقی نوبت دی چی خپله سمبولیکه او له صلاحیت سخه عاری چوکی یو کنداری او هغه هم یو نورزی ملا ته ورخوشی کری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....