جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا کې د احتمالي کورنۍ جګړې خبرداری ورکړل شوی

امریکا کې د احتمالي کورنۍ جګړې خبرداری ورکړل شوی

تاند ( شنبه، د سنبلې ۲۹) د امریکا څارګرې ادارې، په امریکا کې د احتمالي جګړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

یادې ادارې زیاته کړې یې په داسې حال کې، چې ټاکنو ته لږې ورځې پاتې دي د امریکا اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

د امريکا څارګره اداره وایي، چې د کورونا  له امله د مړو شمېر تر ۲۰۰ زره اوښتی دی او د ټرمپ اداره هره ورځ د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښمنونکې څرګندونې کوي.

سرچينه وایي په داسې وضعیت کې په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې احتمال خورا ډېر دی.

یاده اداره وایي: « تاریخ ثابته کړې ده، چې په دې هېواد کې تر دې وړاندې هم د توکم پالنې ضد اعتراضونو پرمهال کورنۍ جګړې شوې دي، نو اوس هم دا احتمال نه شي ردېدلی چې د امریکا راتلونکي ټاکنې به سختې ګډې وډې وي او ښایي پر مهال یې پراخې کورنۍ جګړې هم پیل شي.»

3 COMMENTS

  1. په ډېر ډاډ او اطمنان ویلای سو چی د مظلوم بشریت د انتقام د طوفان لومړنۍ څپې به د راتلونکی نوامبر د میاشتی پر یوویشتمه نیټه په خوځیدو پیل وکړی چی لومړنۍ ویرانوونکې څپه به ئې د امریکې د لیبرالیزم او دموکراسۍ پر دروغجن او ریاکارانه خټین دیوال ژور درزونه را منځته کړی او امریکائی عزت! او آبرو به سخته وځپی.
    دا د تاریخ سنت دی ، همیشه تکرار سوی او تکرار به سی د هیڅ تفرعن ملا د تاریخ د قمچینی د داغ څخه امان نه دی موندلی.

  2. په ۱۳۷۰ کالنو په دوران کی همدی امریکا په افغانستان د کورنی جګړی ته زمینه برابره کړه او ټول جهادی ۷ یا ۸ جنګی ډلی ټپلی په مینځ کی ښکیل کړلی او بیا د همدوی په وړاندی طالبان جوړ کړل او همدی امریکا او برتانیه په مالی او نظامی مرسته د پاکستان د نظامیانو په مرسته د جمعیت او ګلبدین ډلی ټپلی له کابل څخه تیښتی وهڅولی او کابل یی د دوی له منګولو خلاص کړ مګر پاکستان همدی طالبانو ته اجازه ورنکړه چی پنجشیر ونیسی ځکه پدی د امریکا د اوسنی تجاوز او راتګ لپاره پلان وو چی بیا همدی جمعیتانو په وسیله او دوستم په وسیله طالبان له افغانستان څخه د ټولو نظامی ځواکونو او پیکپو سره سره د تورخم او سپین بولدک له لارو پاکستان په تیښته بریالی شول چی امریکا د ۲۰۰۱ د ۱۱ د سپتامبر ډرامه یی بهانه کړ مګر هماغه آسامه بن لادن د پآکستان په زړه کی د نظامی آډی څیرمه پیدا او له مینځه لاړ مګر نن شل کاله وروسته د ۲۰۲۰ کال د سپتامبر په ۱۲ د طالبانو اود افغان دولت بین الافغانی غونډه جوړه کړه

    لدی شل کلنو او ۴۰ اسنادو او تاریخی شواهدو سره سره چی د پاکستان پوځ او استخبارات له جنګی ډلو ټپلو سره لاس لری د پآکستان په وړاندی هیڅ ډول غبرګون نه ښایی

    نو افغان ولس دی په یاد ساتی که پدی ۴۰ او ۲۰ کلن جګړیزه دوره کی افغانان په داخلی جګړه کی خپل نازولی اولادونه او کورنی نوری غړی له لاس ورکړل، لیری نده چی همدا امریکا ، برتانیه او پاکستان به هم له خپلو داخلی جګړه خالی نشی یعنی ورځ راتلوونکی ده چی خدای تعالی به ورباندی لوی طوفانونه او اقتصادی زوال ورباندی راولی ځکه همدا طالبان چی پاکستان یو اسلامی هیواد ګڼی همدی امریکا سره مرسته وکړه او دوی اسلامی نظام له مینځه وړلو کی مرسته وکړه

    د ملا عبدالسلام ضعیف په شتون زیاتره طالب چارواکی یی د ډالرو لپاره امریکا ته وسپارل مګر طالبانو کی دومره جرت نشته چی د خپلو لوړ پوړو چارواکو د وژلو او ترور په اړه تنها له پاکستان څخه پوښتنه وکړی چی ولی یی ملاعمر وواژه او بیا دوه کاله دده د مړینی خبر پټ ساتلی وو د ملامنصور وژنه، د ملایاسر وژنه او داسی نور طالب چارواکی چی مخکی لدی تیر ځل کابل ته داخل شی ملا ربانی او ملا برجان د سروبی په لار د شا له لوری په مرموز ډول وواژه ځکه هغوی نه غوښته چی ډاکټر نجیب الله د پآکستان په دستور ووژنی

    اوس په امریکا کی طوفانونه را روان دی او همدارنګه د دوی د ټاکنو وخت را رسیدلی امکان شته لکه د اشرف غنی او عبدالله د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په څیر هلته هم ګډوډی را مینځ ته شی ځکه زیاتره امریکایان د بیاځلی د ټرمپ کامیابی نغواړی مګر روسیه د تیر ځل په شان بیا د ټرمپ کامیابی کی زیار باسی

  3. الله پاک دی امریکا تبا کړی
    ایران او دپکيسټان غیر اسلامی بریتیش فوج دی الله ج تبا او برباد کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب