پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: طالبان دې د جګړې پر ځای د سياسي عمل وړتیا...

اروپايي ټولنه: طالبان دې د جګړې پر ځای د سياسي عمل وړتیا وښيي

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۹) اروپايي ټولنه وايي، طالبان بايد د سیاسي عمل وړتیا وښيي، نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبيا پر خپل ټوېټر ليکلي:

د خبرو اترو د نوي فصل په پيلېدو سره، دا د تل لپاره سوداګري نه شي کېدای، طالبان بايد د سياسي عمل وړتيا وښيي نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي.

نوموړي د ملګرو ملتونو هغو شمېرو ته اشاره کړې چې له مخې يې د تېرو پنځو اوونیو تاوتريخوالی په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ډېر وو.

نوموړي له طالبانو غوښتنه کړې چې تاوتريخوالی پای ته ورسوي.

اروپايي ټولنې داسې مهال له طالبانو د تاوتريخوالي درولو غوښتنه کړې چې طالبانو ويلي، تر هغې چې په افغانستان کې د دوی په باور د جګړې عوامل شتون ولري، جګړه به دوام کوي، خو د دغه ډلې د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم ويلي، دوی تاوتریخوالی کم کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...