Homeخبرونهکندز کې د هوايي بریدونو له امله ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي

کندز کې د هوايي بریدونو له امله ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي

تاند، شنبه د سنبلې ۲۹مه: کندز کې دهوايي بریدونو له امله د طالبانو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ددغې ولسوالۍ په نېک پای سیمه کې هوايي بریدونه شوي، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۴۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې لومړی برید د وسله والو په یوه مرکز شوی، خو چې کله د برید سیمې ته ولسي خلک ورغلي بل برید پرې شوی چې په پایله کې یې ۱۲ ملکي وګړي او ۷ تنه طالبان وژل شوي دي.

په سیمه کې عنیي شاهدانو ویلي چې په برید کې د وژل شویو سربېره د دوو طالبانو په ګډون شل کسان نور ټپیان شوي دي.

د کندز د والي ویاند پېښه تایید کړې، خو په خبره یې چې سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده نو دوی یې د تلفاتو په اړه جزیات نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...