چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د بین الافغاني خبرو د پیلیدو هرکلی...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بین الافغاني خبرو د پیلیدو هرکلی کړی

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۹) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو له پیلېدو هرکلی کړی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو هم په مذاکره کوونکو پلاوو غږ کړی، چې نه یوازې د باور رامنځته کولو لپاره ګامونه واخلي، بلکې تاوتریخوالی کم او په ښه نیت هڅې تر سره کړي.

د یادې شورا غړیو په افغانستان کې د سولې او ثبات په وده کې د ملګرو ملتونو د رول پر اهمیت ټینګار کړی او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د اسانه کولو او د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د افغانستان د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو له هڅو یې هر کلی کړی.

ملګري ملتونو له دې وړاندې هم څو څو ځله د بین الافغاني خبرو د پیلیدو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې تیره اونۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په قطر کې بین الافغاني خبرې پیل شوي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب