دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ۱۲ سوداګریز بازارونه جوړوي

پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ۱۲ سوداګریز بازارونه جوړوي

تاند، شنبه د سنبلې ۲۹مه: د پاکستان حکومت له افغانستان او ایران سره د خپلو پولو په اوږدو کې د ۱۸ بازارونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.

پاکستان په سرحدي سیمو کې د بازارونو جوړېدو هدف د درې واړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پراختیا او د قاچاقي توکو مخنیوی یاد کړی دی.

دا پرېکړه وړمه ورځ په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ په یوه تر سره شوې ناسته کې شوې ده.

د راپورونو له مخې په دې ناسته کې ویل شوي، چې پاکستان له افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ۱۲ او له ایران سره پولې ته نږدې ۶ سوداګریز بازارونه جوړوي.

د عمران خان دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د درې واړو هېوادونو پاکستان، افغانستان او ایران تر منځ د قاچاقي توکو د مخنیوي په موخه به نورې هڅې هم وشي.

خبرپاڼه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له قوله راغلي چې دا بازارونه به په داسې ځای کې جوړ شي چې د سرحدي سیمو اوسېدونکو په خاصه توګه ځوانانو ته به کاري فرصتونه برابر شي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان تر دې وړاندې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په خپله خوښه اغزن تار غزولی دی چې په ځلونو ځلونو د پولې دواړو غاړو پښتنو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شړی دی.

2 COMMENTS

  1. نه ساقي شته نه عقبا شته نه توبې شته
    زما خیال کی يو د زلفو سلسلې شته
    د پاکستان هدف له افغانستان د خلکو او ځمکې بیلول دي او دایې زمو نږ چرګانو ته دانې اچول دي

  2. دا د پنجابیانو بله دسیسه ده چې لمړی د افغان تولیداتو د صادرولو مخنیوی وکړي او بیا وکړای شي د افغانستان پیداوار په ارزانه بیه تر لاسه او په ګرانه بیه یې په خپل نوم بهرنیو هېوادونو ته صادر او ډېرې پېسې تر لاسه کړي. د بېلګې په توګه د وچو او لندو میوو لکه انګور، انار، جنغوزي، بادام، پېستې او داسې نورو صادرول بهر ته ډېره ګټه لري. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب