سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد هرات د مستوفیت عوایدو کې د پخوا په پرتله ډېر کموالی...

د هرات د مستوفیت عوایدو کې د پخوا په پرتله ډېر کموالی راغلی

تاند، شنبه د سنبلې ۲۹مه: چارواکي وايي، سږ کال د هرات د مستوفیت عواید نسبت نورو کلونو ته ډېر کم شوي دي.

د هرات د مستوفیت چارواکي وايي، یواځې د روان مالي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د مستوفیت په عوایدو کې ۲۷ سلنه کموالی راغلی دی.

د هرات مستوفي، فایقه علي زاده وايي د ترافیکو او پاسپورت ادارو کم عایدات هغه څه دي چې د مستوفیت پر ټولیزوعوایدو یې غیز کړی دی.

په داسې حال کې چې د هرات د مستوفیت چارواکو د روان ۱۳۹۹ کال لپاره څه باندې ۴ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی وو، خو مسؤلین یې وايي چې تر اوسه یواځې یو میلیارد او ۹۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د آغلې ولي زاده د معلوماتو له مخې، په روان مالي کال کې ۱۷۳ شرکتونه په مالیاتي تېښتې تورن شوي چې له دې جملې ۲۱ هغه یې محکمې ته معرفي شوي دي.

د چارواکو په وینا د کورونا ویروس خپرېدل، د قرنطین پړاو او اداري فساد هغه څه دي چې د هرات د مستوفیت پر عوایدو یې منفي اغیز کړی دی.

تر دې وړاندې د هرات والي وحیدالله قتالي د هرات په ګمرک کې هم د فساد خبر ورکړی و او ویلي یې و چې د هرات ګمرک له ۹۰ سلنه زیاته برخه پیسې یې شخصي جېبونو ته ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب