سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد امریکا سفارت په کابل کې د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړ

د امریکا سفارت په کابل کې د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړ

تاند، جمعه د سنبلې ۲۸مه: په کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ځیني وسله والې ډلې پلان لري په افغانستان کې یو شمېر اهداف په نښه کړي.

د دغه سفارت په اعلامیه کې راغلي، چې وسله والې ډلې د بریدونو پر پلان جوړولو کار کوي او غواړٍي په افغانستان کې بېلابېل اهداف لکه مېرمني، ښوونکي، د بشري حقونو فعالان، د ملکي او دولتي ادارو کارکوونکي په نښه شي.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې په دې بریدونو کې کومه ډله لاس لري، خو امریکا خپلو اتباعو ته د ډېر احتیاط سپارښتنه کړې ده. سره له دې چې د امریکا او طالبانو له هوکړې را پدېخو هېڅ امریکايي عسکر د طالبانو په بریدونو کې نه دی وژل شوی.

د امریکا سفارت په داسې حال کې ددغو احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی چې له څو ورځو راپدېخوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې روانې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چې دوی د دا ډول بریدونو پلان نه لري، نه یې هم هڅه کوي. یو شمېر پوځي کارپوهانو بیا پټو معاملو ته د سفارت پر لاسرسي اندیښنه ښوولې ده.

1 COMMENT

  1. سقوي غلو خو به له ایران و هنده باروت نه وي رانیولي؟
    قطر سخت قبضیت کړي سقاویان جنایتکاران

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب