تاند، جمعه د سنبلې ۲۸مه: عبدالله عبدالله وايي قطر ته ددې لپاره تللی وو چې له طالبانو سره دښمني ختمه کړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، چې نن یې د پخواني مشر برهان الدین رباني د هم تلین په مراسمو کې خبرې کولې وویل، په افغانستان کې هره ورځ په لسګونه وګړي وژل کېږي چې دا وضعیت نور افغانانو ته د منلو وړ نه دی.
عبدالله عبدالله د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدل د افغانانو لپاره یو مهم فرصت وباله.
نوموړي یو ځل بیا وویل چې د طالبانو پر وړاندې د حکومت خبرې کوونکی پلاوی د افغان ولس ملاتړ له ځانه سره لري.
د هغه په خبرو چې دواړو لوریو تېرو څو ورځو کې ګرم بحثونه کړي چې په وینا یې پایلې ته سره رسېدلي دي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې افغان مذاکراتي ټیم د افغانانو د تېرو څو کلونو له لاسته راوړنو څخه دفاع کوي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر خلک د مېرمنو حقونو، بیان ازادۍ او دغه راز د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو ته اندېښمن دي او وايي هسې نه چې د مذاکراتو په جریان کې له پامه وغورځول شي، خو افغان لوري بیا همیش ډاډ ورکړی چې هېڅکله به هم داسې یوه چاره نه تر سره کېږي.