دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله: بين‌الافغاني خبرې پېچلې دي او سختو پرېکړو ته اړتیا لري

عبدالله: بين‌الافغاني خبرې پېچلې دي او سختو پرېکړو ته اړتیا لري

تاند(جمعه، د سنبلې ۲۸) د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ خبرې به پېچلې وي او د افغان حکومت مرکچي ډله به له داسې مسئلو سره مخ شي چې سختو پرېکړو ته به اړتیا ولري.

خو عبدالله ژمنه وکړه چې د خبرو اترو په لړ کې به د ښځو د حقونو او مدني ازادیو په ګډون د افغانستان د خلکو حقونه خوندي شي.

عبدالله وايي:

زه نه وایم چې دا خبرې به خورا ساده وي، دا خبرې به ډیرې سختې وي. موږ به له داسې مسئلو سره مخ شو چې سختو پریکړو ته به اړتیا ولري، خو د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د افغان حکومت او افغان سیاستوالو په ملاتړ قطر ته تللی دی.

له بل لوري د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر وايي، کابل اوربند ته رسېدل د بين‌الافغاني خبرو پيل کې مهم ګام ګڼي.

خو تر دې مهاله طالبان چمتو نه دي چې اوربند ومني، د دغه ډلې وياند ډاکټر نعيم ويلي، تر هغې چې په افغانستان کې د جګړې عوامل له منځه نه وي تللي، جګړه به دوام کوي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې د روانې اوونۍ د شنبه په ورځ پيل شوې او تر دې مهاله هم دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د دې خبرو لپاره طرزالعمل بشپړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب