جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیرياول زده کړئ، بیا کوزده کړئ| جنرال دولت وزیري

اول زده کړئ، بیا کوزده کړئ| جنرال دولت وزیري

د امریکا په متحده ایالتونو کې یو ډول مرغۍ شته، چې چکاوک (Lark) ورته وايي. د دې مرغۍ غوښه ډېره خوږه او خوندوره ده. ټول وخت ښکاريان کوښښ کوي چې چکاوک ښکار او له غوښې يې خوند واخلي خو د چکاوک ښکار کول ډېر ستونزمن دي، ځکه چی چکاوک ډېر فعال او حساس دی. په اسانۍ سره ځان د ښکاریانو په لاس نه ورکوي.

ښکاريان د دې له پاره چې چکاوک ښکار کړي په هغه ځای کې چې چکاوک ژوند کوي یوه نسبتا لویه هنداره ږدي. کله چې چکاوک دې سیمې ته راشي او خپله څېره په هنداره کې وګوري، فکر کوي چې دی بل چکاوک ګوري، دی ورته ډول ډول حرکتونه پيل کړي او په هنداره کې د چکاوک حرکتونو ته چې په حقیقت کې يې خپل حرکتونه دي خوښ وي.

نور نو له ډېرې خوښۍ د هر څه حتی د ښکاري په هکله هم د خطر احساس نه کوي. همغه دی چی ښکاري د خپل جال يا تور په واسطه دا مرغۍ په آسانۍ سره را ونیسي او د خپلو غاښو خوراک يې کړي.

اوس زموږ په هیواد کې هم ځینې کسان په خپلو اکټونو او بېځایه حرکتونو مئينان دي. له دنیا به خبر نه وي، خو خپلو حرکتونو ته چککې وهي او په خپله خپل ځان د نورو په مخکې مسخره او حتی ځینې وخت د نورو له خوا ښکار شي.

وايي:

«اول يې زده کړه بيا کوزده کړه.»

او یا چې وايي:

«اول په نيکۍ پوهېدل په کار دي بیا نیکې کول.»

او یا دا چې:

«خبرې اسانه خو عمل ګران دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب