پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني په تذکرو کې د مور نوم ليکل توشيح کړل

ولسمشر غني په تذکرو کې د مور نوم ليکل توشيح کړل

تاند(جمعه، د سنبلې ۲۸) ولسمشر محمد اشرف غني د نفوس د احوالو د ثبت قانون په ځينو مادو کې زیاتوالی او تعدیل چې له مخې يې په تذکرو کې د مور نوم لیکل کېږي او تر دې وړاندې کابینې تصویب کړی و، توشیح کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي پر خپل ټوېټر ليکلي، د جمهوري ریاست د دې فرمان پر بنسټ د مور نوم په تذکرو کې په رسمي توګه د ټولو فردي مشخصاتو ترڅنګ درج کېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان کابينې هم د نفوس د احوالو د ثبت قانون کې دغه زياتوالی او تعديل تصويب کړی و.

خو مخکې له دې چې نوي تعديلات قانوني بڼه خپله کړي او پلي شي بايد د افغانستان د ملي شورا له لوري هم تصويب شي.

شاوخوا درې کاله وړاندې پر ټولنيزو رسنيو يو کمپاين پيل شو چې پر بنسټ يې فعالانو په پېژندپاڼو کې د مور نوم د ليکلو غوښتنه کوله.

6 COMMENTS

  1. Bravo, and one of the best action President is taken so far. In the absence of identity for around half of population in Afghanistan societal progress will be slow as it was for centuries. In a society that a woman is widely considered to be derivative of man left chest/waist bone, having an official identity will make a difference and like freedom it must be taken and safe guarded for keep.

  2. دا وحشیان په هیڅ نه پو هیږي په خره چپه سپریږي ! چیرې چې وروسته پاتې بی‌منطقه اضافه کار وي نو دا رزیلان هغه کار کوي ! دا خره په غلا او رشوت پوهیږي او نور نه ، دوی هغه کارونه کوي چې نه په علم ، نه په رواج او نه په اقتصاد برابر وي!

    د تذکرې په پاڼه کې د مور پلار او نور مالومات ورکول د خرو رشوتخورو کاردی ،
    د تذکیرې لپاره يواځې نوم ، تخلص او ۱۲ يا ۱۵ عدده الفا نومیریک پرسونل لمبرپه کاردی ، په دغه لمبرکې
    چې الفا نومیریک دی،د( Personal number)
    پلار، مور نیکه نومون ، دزيږېدو نيټه ، قومیت ولایت ،دکتاب لمبر ، جلد او پاڼه ټول معلومات خوندي کیږي !
    دغه ډیزان باید د
    Admin , Database designer
    وکړي چې راڅونل اویا هیرارخي داتا بس یانې
    ‌DB2/ IMS
    وي او یا نور. نو کله چې پولیس ته دغه پرسونل لمبر په لاس ورشي ، څرنګه چې په داخله وزارت کې دغه داتا بس سبت شوی دی نو پو لیس ته او قضایې محکمو ته په یوه دقیقه کې ټول مالومات او سوانح سره له نیکو او بدو کارو ور کول کیږي ! نو خره په خاګینه څه پوهیږي !!

  3. د مور نوم ليکل لومړيتوب و او که په تذکرو کې د اسانتياوو برابرول اړين وو؟
    داسې يو کار چې ډيری افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه ورسره حساسيت لري ولې توشيح شي آيا د مور نوم ليکل په تذکرو درناوی که د غرب کلتور پياده کول دي.
    خدای دې د هغه چا بېخ وباسي چې ده ته يې مفکر نوم ورکړی په رک روغ کار خنډونه اچوي او جنجالي موضوګانې منځ ته راوړي.
    دانش هزاره او ځيني نور يې هسې هم افغانيت، اسلاميت څخه تېر شوي خو چې خپل لېونډرت درته بلا شي ګيله به له چا وکړې.
    بس رب دې ژر سوله راولي چې پرديپال او ټاميان پسې واخلو.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

  4. :Official Identity data
    ……… Before the so-called freedom , democracy and any other action
    The expanding corpus of research on women addresses itself to all of the major
    dimensions or arenas of women’s lives. With regard to most of these dimensions ⎯the legal
    system, health, family, economics, and politics⎯ the matters under discussion are concrete and
    involve female disadvantage that is measurable in terms of real gender gaps in opportunities
    and
    access to resources. One dimension that is a major topic in the literature, however, is
    nonmaterial in nature, namely, cultural understandings about appropriate womanhood
    particularly
    .as these understandings are embodied and conveyed in religion.

  5. اوس دا تذکرې به کله ویشل کیږي، دلته په کونړ کې خو کوم دفتر نه لري، او دا د مور نوم سوچ یې مخکې ولې نه کولو، چې دا دومره ملیونونو خلکو واخیستې او دا لګښتونه چې وشول، دا هسې ضایع شول.
    داسې وکړئ چې د مور نوم سره د نیا نوم هم ولیکئ، هغۍ څه ګناه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب