د انسان له پېدایښت سره سم، هغه ته په زړه او ذهن کې د هیلو سمندر خوشی شوی دی. دا سمندر تر هغې په څپانده ډول بهېږي، تر څو چې انسان له ژوند سره خپله اړیکه نه وي پرې کړې. له ادمه تر دې دمه د هیلو په لوی سمندر کې انسان لاهو دی. آدم ع د یوې هیلې پر سر له جنته تر ځمکې پورې راورسېدلو، د هغه دا هیله وه، چې په جنت کې هغه ځانګړې میوه، چې رب یې ترې منع کړی هم و، یو ځل وڅکي یا یې په اړه پوه شي. د انسان د هیلو لړۍ عجیبه ځانګړتیا دا لري، چې یوه پوره شي، سمدستي بله پیدا شي او بیا چې هغه پوره شي، ورپسې بله رامنځته شي. افلاطون به ویل، چې د انسان د چلند جریان له دریو سرچینو څخه رامنځته شوی دی:
۱. هیله
۲. احساس
۳. پوهه.
همدارنګه نوموتي فیلسوف سپینوزا ویلي وو، چې هیلې د یوه انسان د هستۍ وسیله ده. خو کله چې هیلې له حده زیاتېږي او یا یې بې ضرورته حالت منځ ته راځي، بیا د انسان د ژوند پر بېلابېلو اړخونو منفي اغېز پرېباسي. هغه هیلې چې زموږ د ژوند بنسټ جوړوي، په پوره کولو او ورته په رسېدلو کې یې موږ سل سلنه مسؤلیت لرو. د بېلګې په ډول، یو انسان د نوې ځوانۍ په دور کې دا هیله لري، چې له ښوونځي فارغ شي. کله چې له ښوونځي فارغ شي، بیا یې ستره هیله دا وي، چې د خپلې خوښې سره سم پوهنځي ته بریالی شي او ورڅخه په ښه درجه کې فارغ شي، کله چې دا هیله هم پوره شي، بیا یې د دې هیلو لړۍ دې حد ته ورسېږي، چې کله به له هېواده بهر په یوه نوموتي پوهنتون کې ماسټري کوي او دا لړۍ همداسې پسې غځېږي. موږ د دا ډول او دې ته ورته نورو هیلو د پوره کولو مسؤلیت لرو او باید چې کار ورته وکړو. بل هغه ډول هیلې دي، چې پوره کول او ورته رسېدل یې اصلا هېڅ کومه ګټه نه لري، بلکې یوازې د انساني غریزو بېلابېلې تابلوګانې نندارې ته وړاندې کول وي او بس.
موږ همدلته د مینیملزم بحث ته داخلېږو او دا روښانه کوو، چې د یادې اصطلاح اصلي مفهوم څه دی؟ وروسته به یاد اصطلاح ته له پورته ذکر شوي بحث سره اړیکه هم ورکړو. پښتانه متل کوي، چې (( له خپلې کمپلې سره پښې غځوه!)) دا خبره که په غور سره وشنل شي، نو دا به روښانه شي، چې د نړۍ ځینې مشهور سوداګر او نوموتي اشخاص په همدې لاره تللي دي او کله یې چې پرمختګ کړی دی، بیا یې هم خپله دا لاره نه ده پرېښې. د نړۍ د بېلابېلو توکو ستر شرکتونه او فابریکې د نن دور د انسان ذهن د خپلو سوداګریزو اعلاناتو او تبلیغاتو له لارې دې ته چمتو کوي، چې توکي یې وپیري او د مینیملزم پر لاره یې مزل ته پرېنږدي. مینیملزم په لنډ ډول داسې تعریفولی شو: هغه کس چې د مینیملزم پر لاره ځي، په ژوند کې د بېلابېلو توکو کارؤنه تر هغه حده پورې کوي، چې ستونزه یې ورحلولی شي او په دې لاره کې له بېځایه اسراف څخه ډډه کوي، په دې مانا چې د بې مفهومه هیلو هوس یې په داسې کار نشي مجبورولی چې هغه تواني او له اسرافه سرچینه واخلي. دا خبره په یوه بېلګه کې روښانه کوو: یو ځوان په ۸۰۰۰ افغانۍ سمارټ فون رانیسي، دا سمارټ فون د دې ځوان، هغه ستونزې ټولې حلولی شي، د کومو په خاطر چې سمارټ فون لرل اړین وي. نو که اوس دا ځوان خپل د ۸۰۰۰ افغانیو سمارټ فون له لږې مودې کارؤنې څخه وروسته لرې کړي او د بل ډول سمارټ فون په تړاو اعلانات واوري او هغه له دې څخه په لوړه بیه وپیري، همدې ته د مینیملزم څخه انحراف وايي. دلته اړینه وه، چې ځوان د مینیملزم په لاره تګ کړې وی او له خپلې کمپلې سره یې پښې غځولې وې، ځکه د ۸۰۰۰ افغانیو بیه لروونکي سمارټ فون سره یې ستونزې حلولی شوې، خو د بېځایه هیلې کر یې په زړه کې وشو او ځان یې بېځایه توان ته ورکړ. هغه هېوادونه چې د ټیکنالوژۍ او ورته نورو مسائلو خپرېدل پکې په چټکۍ سره صورت ونیسي، زیاتره وګړي یې له مینیملزم څخه په بشپړ انحراف باندې روږدي وي. د موټر د کارؤنې اصلي موخه دا ده، چې خلک پکې له یوه ځایه بل ځای ته سفر وکړي، دا موخه په یوه ارزان بیه موټر سره هم ترلاسه کیدلی شي او په یوه ګران بیه موټر باندې هم، خو هوښیار خلک په داسې مورد کې له لومړي اپشن څخه کار اخلي او د مینیملزم طرفداري غوره کوي. بله خوا د بېځایه هیلو لروونکي خلک بیا په دوهم اپشن فوکس کوي او دا کار ترې په ژوند کې نورې اصلي هیلې په اوبو لاهو کوي. په پاې کې باید دا یاده کړو، چې انسان د ژوند بېلابېل اړخونه لري، هوښیار او د ژوند په رمز باندې پوه خلک د خپل ژوند ټولو اړخونو ته پام کوي او د ژوند بېلابېلې هیلې د لومړیتوب لرلو پر بنسټ کټګوري کوي او هماغومره ارزښت ورته ورکوي. د اوس دور انسان ته پکار ده، چې د هیلو په څپانده سمندر کې د مینیملسټي فکر سره لامبو ووهي او د سمندر بلې غاړې ته هسکه غړۍ پورې وځي.