Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: اروپایي هېوادونو کې کورونا یو ځل بیا د...

د روغتیا نړیوال سازمان: اروپایي هېوادونو کې کورونا یو ځل بیا د خپرېدو په حال کې ده

تاند، جمعه د سنبلې ۲۸مه: د روغتیا نړیوال سازمان یو ځال بیا په اروپايي هېوادونو کې د کورونا د خپرېدو خبر ورکړی دی.

یاد سازمان تازه ویلي چې کورونا ویروس یو ځل بیا په اروپا کې په زیاته کچه د خپرېدو په حال کې ده او دا باید اروپايي حکومتونو ته د خبرداري یو پیغام وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اروپايي څانګې مشر ډاکتر هنز کلوج په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د کرونا چټکه خپرېدنه د هغو کسانو ترمنځ وه چې له ۲۵ کلنۍ څخه تر ۴۹ کلنۍ پورې عمرونه لري.

هغه زیاته کړې، د کورونا له زیاتوالي دا معلومېږي چې پراخو ټیسټونو ته اړیتا ده او دا یې هم ویلي چې د خبرداري تر کچې په سیمه کې د خپرېدو په حال کې ده.

نوموړي اروپايي هېوادونو ته د قرنطین د دورو لنډولو پر ضد خبرداری ورکړی او له هغوی یې غوښتي، چې د یاد ویروس د خپرېدو د مخنیوي برخه کې یو منطقي او دایمي تګلاره پلې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...