جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورمنټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

د وخت د بدنام لیکوال او د اوسني دور د اردو ژبې د قدرمن لیکوال؛ منټو د افسانو یوه برخه پښتو ته وژباړل شوه او د سروش خپرندویې ټولنې له لوري چاپ شوه. دغې بیګار ته ځوان لیکوال او ژباړن منتشر شاهي اوږه ورکړې ده. بیګار مې ورته ځکه و ویلې چې لومړی خو دلته ژباړه بې امتیازه ده او دویم دا چې د منټو لیکنې په فحاشۍ مشهورې دې او څوک ورته زړه نه ښه کوي، خو د منټو په خپله وینا چې د خیرنې ټولنې حقایق به هم خیرن وي.

سعادت حسن منټو د پاکستان او هندوستان د تقسیم د دورې لیکوال دی چې ګڼې لنډې کیسې یې لیکلي او تر ډیره یې دغه کیسې بحث پاروونکې وې ځکه موجوده ټولنې د هغه پر عبارت پریکړه کوله، نه پر محتوا او د کیسې پر شا لید او اصلي حقایقو … د منټو بیلابیلې افسانې تر دې وړاندې هم پښتو ته ژباړل شوي دي خو د په دې کتاب کې شاهي د منټو ۱۵ لنډې کیسې راټولې کړي چې د هغه شهکارې افسانې ګڼل کیږي. سړه غوښه ، ټوبه ټیک سنګهـ ، ممد لالا او … هغه لنډې کیسې دي چې شاهي په دې کتاب کې ځای کړې دي. شاهي لکه دې تېرو ژباړو په دې کتاب هم ډیره خواري کړې او په ډیره روانه او سلیسله ژبه یې ژباړلي چې نه یوازې یې لوستونکي ته په لوستلو کې تکلیف جوړیږي، بلکې د ژبې له روانۍ یې خوند هم اخیستی شئ.

د منټو افسانې یا لنډې کیسې خپل خاص طرز لري چې لوستونکی تر پایه له ځان سره وړي او همدغه طرز شاهي په خپله ژباړه کې هم را انتقال کړی چې دا لوی مهارت او غټ هنر غواړي.

منتشر شاهي، د کیسو د ژباړې له پیل څو کلونه وړاندې دا اراده لرله او ماسره یې څو ځل شریکه کړه چې دا کار کوي خو ډاریږي چې د منټو د الفاظو پوره حق به ادا نشي کړای، سره له دې خوف او رجاء یې د دې کیسو په ژباړه پیل وکړ او ژمنه یې دا ده چې د منټو ګڼې نورې کیسې هم پاتې دي او د ټولو د ژباړې نیت لري.

زه به د منټو د ځینو خبرو او ځینو کیسو، نمونې را واخلم چې تاسو لوستونکو ته د منټو د لنډو کیسو د ژباړې لپاره ښه نقل پیدا شي او زړه را لوی کړئ چې دغه کتاب ولولئ؛خو …

د منټو په وینا : که تاسو دغه افسانې نشئ زغملی، نو ددې مانا دا ده چې تاسو زمانه او خپل چاپیریال نشئ زغملی. زه به د هغه تهذیب، تمدن او ټولنې څه لمن پر سر واړوم چې هغه لا له وړاندې بربنډه ده!! زه ورته د پرتوګ ګنډلو هڅه هم نه کوم، ځکه دا زما نه، د درزي کار دی! (سعادت حسن منټو)

کتاب، د استاد حق پرست په هراړخیزه او د کرشن چندر د (تش بوتل او ډک زړه) په ښکلې سریزه پیلیږي او بیا د افسانو په لړۍ دوام کوي.

د منټو پر ژوند او کیسو ډېر څه لیکل کيږي خو اوس به یې یوازې د کتاب پر اشنایۍ اکتفا وکړو او نور قضاوت به یې هم تاسې ته پریږدو.

“لکه څنګه چې له وخت مخکې زېږېدلي ماشومان کمزوري وي، همدغسې هغه مینه هم ډېره کمزورې وي، چې له وخت وړاندې یې نړۍ ته سترګې غړولي وي. کله نا کله ماشومان د زېږېدو په وخت کې مور ډېره په عذابوي. کټ مټ همدغسې ځینې وختونه مینه هم په ډېره سختۍ پیدا کېږي. همغسې، چې د ښځې حمل سقط کېږي، مینه هم همداسې سقط کېږي. ځینې وختونه د کوم چا د شنډوالي خبره اورې. دلته به له داسې خلکو سره هم مخ شې، چې په مینه کولو کې شنډ وي. خو ددې مطلب دا نه شو، چې د هغوی په زړه کې د مینې غوښتنه نه وي او یا یې په زړه کې د مینې احساس له منځه تللی وي. نه نه داسې نه ده.” (شنډ، لنډه کیسې یوه برخه)

له شاهي د لا زیاتو بریاو تمه او تاسې د شهکارو افسانو د لوستو توفیق غواړم.

2 COMMENTS

  1. خپل سلامونه او احترامات د تانند مسولینو او کارکونکو ته وړاندی کوم
    پوښتنه: زه دا پاس ذکر شوی کتابونه څنګه لاس ته راوړی شم۔ زه په المان کی ژوند کوم
    په درناوی۔ ستاسو ورور شمس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب