جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت په یونان کې زیانمن شویو افغانانو ته ۶۰۰ زره یورو...

افغان حکومت په یونان کې زیانمن شویو افغانانو ته ۶۰۰ زره یورو ځانګړي کړل

تاند، جمعه د سنبلې ۲۸مه: ولسشمر غني د کابینې په غونډه کې د مالیې وزارت ته سپارښتنه کړې چې په یونان کې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د دولت له بودیجې څخه ۶۰۰ زره یورو ځانګړې کړي.

د کابینې ناسته تېره ورځ د ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ کې تر سره شوه.

د یونان په لیسبوس ټاپو کې د موریا کمپ تېره اونۍ اور واخیست چې له امله یې ګن شمېر افغان کډوالو بې سر پنا شول.

په یونان کې د افغانستان سفیر میرویس صمدي ویلي، چې په دغه کمپ کې ۱۲ زره او ۵۰۰ کډوالو ژوند کاوه.

د ښاغلي صمدي په خبره په یاد کمپ کې تر ۷۰ سلنه یې افغان کډوال اوسېدل چې شمېر یې شاوخوا ۸ زره او ۵۰۰ تنو ته رسېده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې موریا کمپ کې د رامنځته شوې اورلګېدنې له امله افغان کډوالو ته ځاني زیانونه نه دي اوښتي.

خو تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي و چې په موریا کمپ کې د افغان پناه غوښتونکو وضعیت خواشینوونکی دی.

په یونان کې د افغان سفیر په خپلو خبرو کې ویلي، له اورلګېدنې یوه ورځ وروسته شاوخوا ۴۰۶ بې سرپرسته ماشومانو یوه خوندي ځای ته انتقال شوي چې ۹۰ سلنه یې افغانان دي.

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت هم ویلي وو، یونان ډاډ ورکړی چې په هغه هېواد کې د اورلګېدنې له امله زیانمن افغانان به امنو سیمو ته انتقالوي.

که څه هم د یونان حکومت د پناه غوښتونکو لپاره بل کمپ ځانګړی کړی، خو بیا هم د موریا کمپ ډیری کډوال چې زیاتره یې افغانان دي سرپنا نه لري.

په یونان کې د افغانستان سفیر وايي، یونان چې کوم نوی کمپ د مهاجرو لپاره ځانګړی کړی څوک نه ورځي او د یاد هېواد له حکومت څخه غواړي څو نورو اروپايي هېوادونو ته د تلو اجازه ورکړي.

د صمدي په وینا د یونان حکومت هغوی ته د تلو اجازه نه ورکوي.

د افغانستان سفیر زیاته کړې چې د پناه غوښتونکو دې غوښتنې دغه موضوع نوره هم جنجالي کړې ده.

د پناه غوښتونکو په خبره کوم نوی کمپ چې د دوی لپاره ځانګړی شوی د توقیف ځای په څېر دی.

خو د یونان د مهاجرینو رئیس د افغانستان سفیر سره په خبرو کې د پناه غوښتونکو دغه ادعا رد کړې ده.

1 COMMENT

  1. خبري نقد:
    د پورتني خبر په کښلو کې معلوماتي تسلسل جړ دی. خبر لیکونکی(ښاغلی ځلاند) په اضافي کلمو او جملو کې لوستونکي ستومانه کوي.
    مثلاَ:
    د خبر دوه یم پراګراف کاملاَ اضافي دی. د ارګ کښلو ته اړتیا نشته او (( تیره ورځ)) د خبر په لومړۍ برخه کې داسي ځایولای شوای:

    تاند، جمعه د سنبلې ۲۸مه: ولسشمر غني تیره ورځ د کابینې په غونډه کې د مالیې وزارت ته سپارښتنه کړې چې په یونان کې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د دولت له بودیجې څخه ۶۰۰ زره یورو ځانګړې کړي.

    بله خبره دا چي:

    په لیسبوس ټاپو کې، موریا کمپ اور وانه خیست، بلکې اور ور اچول شوی دی. ( د ټولي اروپا میډیا ورباندي غږیږي په څلور تنه افغان کډوالو باندي شک دی)

    تر دې ور هاخوا په یونان کې د افغانستان د سفیر خبري توشپلې راغلې دي. په خبر کې تکرار بیخې زیات دی؛
    د بیلګي په ډول د خبر په پای کې، لاندي یو په بل پسي قطار جملې :

    ((په یونان کې د افغانستان سفیر وايي، یونان چې کوم نوی کمپ د مهاجرو لپاره ځانګړی کړی څوک نه ورځي او د یاد هېواد له حکومت څخه غواړي څو نورو اروپايي هېوادونو ته د تلو اجازه ورکړي.))

    ((د صمدي په وینا د یونان حکومت هغوی ته د تلو اجازه نه ورکوي.))

    ((د افغانستان سفیر زیاته کړې چې د پناه غوښتونکو دې غوښتنې دغه موضوع نوره هم جنجالي کړې ده.))

    داسي لیکل کیدای شوای:

    په یونان کې د افغانستان سفیر وايي: د یونان له خوا نوي ځانګړي شوي کمپ ته څوک نه ورځي او له حکومت څخه یې غواړي څو نورو اروپايي هېوادونو ته د تلو اجازه ورکړي. خو د یونان حکومت اجازه نه ورکو دغې غوښتنې موضوع نوره هم جنجالي کړې ده.

    همداسي تر پایه… کابو سم نیمایي متن تکراري او اضافي دی. هیله من یم په راتلونکي کې پام ور واړول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب