جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنادري: هيله لرو چې طالبان به اوربند ومني

نادري: هيله لرو چې طالبان به اوربند ومني

تاند(جمعه، د سنبلې ۲۸) د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي وياند احمد نادر نادري هيله ښودلې ده چې له طالبانو سره به په اوربند سلا وشي.

که څه هم د افغان حکومت او طالبانو د پلاوو ترمنځ خبرې تر اوسه یوازې پر تخنیکي مسایلو متمرکزې دي، خو د افغان حکومت د پلاوي ویاند نادر نادري ویلي، چې له طالبانو سره پر اوربند موافقې ته هیله‌مند دی.

هغه دا څرګندونې د قطر له ټلویزیوني شبکې الجزیرې سره په مرکه کې کړي خو په دې اړه نور جزئیات نه ‌دي ورکړل شوي.

نادري له دې مخکې هم ویلي و، چې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف موارد ډېر نه ‌دي او هیله‌ یې څرګنده کړې وه چې د ده په وینا یو یا دوه اختلافي ټکي به هم ډېر ژر حل شي.

نادري دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تیره اونۍ په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شوي خو تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

1 COMMENT

  1. خبرې نقد:
    اغلې عاقله اسد لیکي:

    (( …خو د افغان حکومت د پلاوي ویاند نادر نادري ویلي…))

    پورتنۍ جمله د خبر په دوه یم پاراګراف کې نغښتې، اضافې ده. ځکه د خبر په پیل کې د نادر نادري په تړاو معلومات شته، تکرار یې متن بدرنګه کوي. په خبر کې نوري اضافي کلمې هم تر ستر ګو شوې، کابو لس سلنه لنډ لیکل کیدای شوای:

    تاند(جمعه، د سنبلې ۲۸) د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي وياند احمد نادر نادري هيله مندي ښودلې ده چې له طالبانو سره به په اوربند سلا وشي.

    که څه هم خبرې تر اوسه یوازې پر تخنیکي مسایلو متمرکزې دي، خو نادري ویلي، چې له طالبانو سره پر اوربند موافقې ته هیله‌مند دی. دا څرګندونې یې د قطر له ټلویزیوني شبکې الجزیرې سره په مرکه کې کړې. نور جزئیات نه ‌دي ورکړل شوي.

    هغه له دې مخکې هم ویلي و، چې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف موارد ډېر نه ‌دي او هیله‌ یې څرګنده کړې وه، چې یو یا دوه اختلافي ټکي به هم ډېر ژر حل شي.

    دی په داسي حال کې دا څرګندونې کوي، چې تیره اونۍ په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شوي خو لاهم کومې نتیجې ته نه دي رسیدلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب