جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنادر نادري: ډېره هیله شته چې له طالبانو سره په اوربند سلا...

نادر نادري: ډېره هیله شته چې له طالبانو سره په اوربند سلا وشي

تاند، جمعه د سنبلې ۲۸مه: د افغان دولت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري وايي، هیله لري چې له طالبانو سره به په اوربند سلا وشي.

د حکومت مذاکره کوونکي ډلې ویاند نادر نادري دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې د افغانستان حکومت او طالبانو د پلاوو تر منځ خبرې تر اوسه یواځې په تخنیکي مسایلو راڅرخېږي.

خو ښاغلي نادري ویلي چې له طالبانو سره په اوربند موافقې ته هیله مند دي او ښايي دواړه خواوې په اوربند سلا شي.

نوموړي دا خبرې په قطر کې د الجزیرې تلویزیوني شبکې سره کړي دي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

هغه تر دې وړاندې ویلي وو چې د دوی او طالبانو ترمنځ د اختلاف موارد ډېر نه ‌دي او هیله‌ یې څرګنده کړې وه چې د ده په وینا ډېر کم اختلافي ټکي به هم ډېر ژر حل شي.

طالبانو بیا تر اوسه د ښاغلي نادري د خبرو په تړاو څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. دا خبر تکرار دی، یوازي سر لیک یې لږ تغیر موندلی. تر دې مخکې اغلې عاقلې اسد، خبر خپور کړ، نقد مې کړ. خو تکرار او د موقعیت له مخي کښته پورته د ښاغلي عبدالمالک ځلاند له خوا خپور شو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب