یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+هیمونېزم یا انسان پالنه /Humanism

هیمونېزم یا انسان پالنه /Humanism

لیکوال: وحیدالله مومند

هیمونېزم کومه ټاکلې پوله نه لري، په هیمونیزم کې انسان له بل انسان مقدم او مقدس نه دی، د دوی په اند ټول انسانان په یو ډول ظاهري او باطني جوړښت پیدا شوي دي، چې تر منځ یې توپیر کول ستره بې عدالتي ده. جنسیت هم پکې بې مانا دی، تور پوستي او سپین پوستي ټولو ته پکې له هر څه وړاندې د یوه انسان په سترګه کتل کېږي. هیومنیستان د انسان درد، خوښۍ، بدو او ښو ورځو هره عاطفي شېبه لومړی په خپل زړه کې تجسموي او بیا د مخاطب شخص قیافه خپله څېره ګڼي، له دې مرحلې وروسته هغه پرېکړه، کومه یې چې د ځان پر وړاندې کړې وي، د دوی لپاره هم خوښوي.

هیمونېزم یو کلي مفهوم دی، په کوم دین، مذهب، پوست، زده کړو، عمر او موقف پورې منحصر او تړلی نه دی. له تېرو څو کلونو راهیسې موږ په پښتو ادب کې د هیمونېزم د څرک پیاوړتیا وینوو، چې ټولې سوژې او سکالو ګانې یې د افغانانو  سختې او دردونکې غمیزې بللی شوي. که له عاطفي اړخه ځیر شو، په ډېرۍ پښتو شعرونو کې هم موږ د ژوند دا رنګینه برخه په پراخه پیمانه موندلی شوو، رنګینه یې پر دې بولم، چې انسان له هر څه وړاندې باید بل انسان درک کړي، د هغه ټول هوش او جوش خپل وګڼي، عاطفه او تېروتنې یې په انساني بڼه اصلاح کړي، ساه یې ساه او ژوند یې ژوند وګڼي. د اسلام دین هم د انسان پالنې یوه منبع ده، له صحابوو را پدېخوا د مسلمانانو چلند له کفارو، عربو او عجمو سره همدا ډول احادیث لکه چې وایي, مسلمان د بل مسلمان هنداره ده´  همداسې نورې په سلګونه نمونې یادولی شو چې تر ډېره په همدې دین پورې تړلي، مګر موږ دلته په پښتو ژبې او د هیمونېزم پر عمومي جوړښت بحث کوو.

په پښتو شاعرۍ کې افسر ملاجان یو ځای لیکي:

ما د کافرې مور بچی ځکه ونه وژلو

د مسلمانې مور په شان به، ژړېده ورپسې

یو زه خو نه یم چې وطن پسې بېخي خراب یم

جمات هم ړنګ دی او هم ړنګه میکده ورپسې

تاسو په پورتنیو بیتونـو کې وینﺉ، چې څومره ژور فکر او لوی د انسان پالنې تت انځور پکې اوبدل شوی، د دینونو تر منځ واټن یې پکې لمنځه وړی، شرق او غرب یې سره یو په بل کې نغښتی، د وطن درد یې نه یوازې د ځان بلکې د دین او میکدې درد بللی، چې دلته دین او میکده د استعارې په بڼه کارول شوي چې تر شا ډېر تحلیل لري.

بل ځای د هېواد نامتو شاعر شهنواز باقر لیکي:

منم چې سترګې نه لرم، په سترګو باندې ړوند یم

خو سترګې رسمولی شمه، زه پروردګاره

لاسونه ورته لپه کړل، باقر په دعاګانو

جنګ بس کړﺉ، چا لیکل پر دېواله پروردګاره

د باقر په لومړي بیت کې د انسانیت د بیان هغه اختناق وینﺉ، چې حالاتو یې لیدلی حال هم نا لیدلی معرفي کوي، مانا دا چې حقیقت به له واقعیت سره جوخت مومﺉ. له دې بیتونه ښکاري چې د باقر مخاطب خدای دی او هغه ته دا هر څه د ګیلې په شان عیانوي.  په بل بیت کې یې ښکاره مفهوم وړاندې کړی چې جګړه د انسان پالنې پر ضد ده او نه یوازې چې راوي خپله باقر دی بلکې مخاطب لوری یې هم چې انسان دی او په دې چې ګیله یې ټول شموله ښکاره شي، په خپله غوښتنه کې را ګډ کړی دی.

بل ځای اجمل ښکلی وایي:

موږه په تللیو پسې شاته اوبه وشیندلې

خو زړه مو صبر چېرته ونه موند،  ژړا کې هم

په دې بیت کې د همدردۍ نازکخیالي دومره منوره انځور شوې چې عاطفې پکې دویم ځل ګردان خوړلی. تاسو په دې بیت کې د یوه انسان له تللو سره د بل انسان عکس العمل وینﺉ، چې په څومره مرتب او تواتر ډول بیان شوی دی.

بل ځای رحمت شاه سایل صېب لیکي:

هر ګل په وینو دی، ګلستان په وینو سور دی

احساس لکه شهید، د هر انسان په وینو سور دی.

قربان د دې سماج له سندریزې ارتقا نه

زما پکې لا هغسې ګرېوان په وینو سور دی.

ځینې بیتونه ښکارنده مفهوم لوستونکو ته لېږدوي، له دې بیتونو ښایي تاسو هم کوم څه تر لاسه کړي وي، مګر زه دومره پرې زیاتوم، چې سایل په دې خاوره کې د انسان احساس مړ بللی، هغه وایي چې هر ګلستان، هر ښکلی ځای مو په وینو کې تر مرۍ ډوب دی، هر څوک ځان د دې ښار او د دې هېواد غمخوار بولي مګر بیا هم د دوی سترګې ړندې، زړونه د کاڼې او غوږونه کاڼه دي او د دې ټولو بدبختیو سربېره مړ هم زه، په وینو لړلی او پړ هم زه یم.

موږ د پښتو ادب په منثورو او منظومو ادبیاتو کې د هیمونیزم په اړه بې شمېره معلومات ترلاسه کولای شوو، مګر څپړنې ته اړتیا لري، تر څو خلک پوه شي، چې انسانیت څه دی، زخم څه دی، درد څه دی، قرباني څه ده، خپلواکي څه ده، او بالاخره انسان څه دی؟. هیمونېزم یوه نه ټولېدونکې موضوع ده او په اړه یې کتابونه لیکل کېدای شي. په هرې ټولنې کې چې انسان پالنه وي هغه ټولنه به پرمختللې او با اصوله وي، په هره ټولنه کې چې د بل درد خپل وګڼل شي هغه به د عروج تر څلي رسېږي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب