یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپوهاند تره کي ملا هبت الله سره د خپلې ليدنې جزییات په...

پوهاند تره کي ملا هبت الله سره د خپلې ليدنې جزییات په ډاګه کړل

تاند:(يکشنبه، د ميزان ۱۰مه)‏‌ په فرانسه کې مېشت د حقوقو استاد ډاکټر عثمان روستار تره کي افغانستان ته د خپل سفر او د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د خپلې ليدنې جزییات په ډاګه کړل.

نوموړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې وويل،چې په اروپا کې د طالبانو د يوې ملاتړې افغان ډلې په غوښتنه د هغوی د پلاوي د مشر په توګه افغانستان ته تللی و.

د ډاکټر تره کي په وینا د نورو طالب چارواکو تر څنګ يې د کندهار په عینو مېنه کې د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده سره هم وليدل او د افغانستان د روان وضعیت په اړه يې خپل نظرونه ورسره شریک کړل.

روستار تره کی وایی، چې ملا هبت الله هغه ته منسوبو خپریدونکو عکسونو ته تر ډېره ورته، شاوخوا ۵۵کلن، په جسمي لحاظ ځواکمن او پر وضعیت حاکم ښکاریده.

د نوموړي په خبره، لومړی ورته يوازې د ورتګ ویل شوي و، خو وروسته د ده په غوښتنه یو بل ملګري ته یې هم په لیدنه کې د ګډون اجازه ورکړل شوه.

دوکتور تره کي وويل،چې دی د ملا هبت الله د ساتونکو له لوري ونه پلټل شو، خو د ملګري د پلټنې تر څنګ ېې د امنيتي انديښنو له مخې ان له هغه څخه عینکې واخیستل شوې.

دغه اروپا مېشتي افغان حقوقپوه وویل،چې ملا هبت الله سره په لیدنه کې ېې د طالبانو د رياست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون د هبت الله شاوخوا لسو سلاکارانو هم ګډون درلود.

په لیدنه کې له ملا هبت الله سره د عکس اخيستو اجازه نه ده ورکړل شوې.

په هېواد کې د اساسي قانون د جوړیدو، د طالبانو د حکومت ټول شموله کیدل، د‌ نجونو د تړل شويو ښوونځيو پرانيستل، د طالبانو د حکومت د نړيوال مشروعيت پیدا کیدو لارې چارې او نور د تره کي په وینا هغه موارد وو، چې ملا هبت الله سره ېې پرې بحث او خبرې کړي.

ډاکټر تره کی وايي چې له هبت الله څخه ېې د ډالۍ په توګه غوښتنه وکړه چې د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کیدو حکم ورکړي، خو په خبره ېې هغه نه مثبت او نه منفي ځواب ورکړ او په دې ډول ېې وښوده، چې دا پریکړه یوازې په خپله نه کوي، بلکې د تره کي په خبره د خپلو« انډيوالانو شورا» سره مشوره ورباندې کوي.

دا په داسې حال کې ده،چې مخکې وخت په وخت د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله د مرګ و ژوند په اړه مختلفې ادعاوې شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب