یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهيوناما:د کابل وروستي ځانمرګي برید کې ۳۵تنه وژل شوي او ۸۲نور ټپیان...

يوناما:د کابل وروستي ځانمرګي برید کې ۳۵تنه وژل شوي او ۸۲نور ټپیان دي

تاند:(يکشنبه ،د ميزان ۱۰مه)‏‌ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر یوناما د کابل د وروستي ځانمرګي برید ډ مرګ ژوبلې په اړه خپل معلومات په ډاګه کړل.

د‌‌ يوناما په يوه اعلاميه کې راغلي،چې د جمعې ورځې په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۵تنه‌ وژل شوي او ۸۲‌‌ نور ټپيان دي.

دغه برید د کاج په نوم د کانکور ازموینې د چمتووالي پر يوه مرکز ترسره شو،چې ډېرې قربانيان ېې نجونې دي.

یاد شوی تروریستي برید د افغان سیاستوالو او بهرنيو هېوادونو ګڼو غبرګونونو سره مخ شو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پېښې د عاملینو د نیولو او مجازات غوښتنه وکړه، خو يو شمېر افغان سیاستوالو او نړيوالو بنسټونو طالبان هېواد ته د امنیت‌ راوستو په ادعاوو کې دروغجن او ناکام وبلل.

د طالبانو ادارې د پېښې د عاملینو د نیولو او مجازات ژمنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب