جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ایا خپل افکار قابو کولای شو؟ 

ایا خپل افکار قابو کولای شو؟ 

لیکنه او ژباړه ډاکتر نګین کرګر
که موږ وغواړو یا نه، په متواتره توګه زموږ په ذهن کې افکار خطور کوي، حتی که په خوب کې اوسو زموږ ذهن ته ځیني افکار راځي، تقریباً له پنځه زره کلونو راهیسې څیړنې روانې دي چې دا پوښتنه ځواب کړي. ولې زموږ په ذهن کې افکار خطور کوي، دا افکار څه دي؟
هر څومره چې مغز ته له نږدې وګورو په مغز کې هغه افکار چې په ذهن کې خطور کوي لیدلی نه شو یا کومه نښه یې نه شو پیدا کولی یعنې افکار د اندازه کولو واحد نه لري او نه لیدل کیږي.
خو پوښتنه پیدا کیږي چې زموږ د انسانانو اذهان څرنګه تصویر، غږ، افکار او یا هم تخیل ترسیمولای شي؟ په دې حساب موږ کولی شو ووایو چې انسان د تخیل د قوې یو ډیر پیاوړی قدرت لري هر څومره تصویرونه چې له مغز څخه واخیستل شي موږ نه شو کولی پوه شو چې په ذهن کې افکار له کومه ځایه راځي. یا د انسانانو په ذهن کې افکار او تصویر څرنګه جوړیږي.
د دې پدیدې څیړنې په نیورو بیولوژي کې ډیرو ساینسپوهانو د څیړنو او پایلو یو مهم عنوان دی چې دوی د مغز د تصویر جوړولو او افکارو د اندازه کولو یو علت معلوم کړي.
افکار ډیر پیاوړی کیدای شي حتی کولی شو کله کله خپله خپل افکار کنټرول کړو او د افکارو کنټرول هم یوه پیاوړې انساني پدیده ده. سره له دې چې د انسان د افکارو یوه لویه برخه ناخود آګاه افکار دي څرنګه موږ کولی شو خپل افکار کنټرول کړو؟ او یا څرنګه د خپلو افکارو قوت د خپل منفعت لپاره وکاروو؟
د انسان له پیدایښت څخه تر نن ورځې یوه اوږده د تکامل پروسه تیره شوې ده چې د انسان مغز تر نن ورځې پورې د ساینس او منطق علم کې تکامل وکړ او ډیر اختراعات منځته راغلل، مثلاً د وراثت علم او د ډي ان اې (DNA) کشف چې په واسطه یې ډیر جرایم او نورې ټولنیزې آسانتیاوې انسانانو ته په برخه شوې.
د انسان مغز په ټوله نړۍ کې یو ډیر مغلق سیسټم دی چې اته شپیته زره میلیارده حجرات او له  څو میلیارده اخذو سره مل دی. د مغزو فزیکي جوړښت له اوبو پروټین، ویټامین، شحم او کلسټرول څخه ترکیب دی. چې همدا مغز کولی شي مصنوعي ځیکرتیا، توغندي، انټرنټ الوتکې، ریلګاډي او د انسانانو د ژوند بیلابیل اړخونو ته ښکلا او سهولت برابر کړي او نړۍ ته رنګارنګ اختراعات وړاندې کړي.
دا د علم او بشریت یوه لویه معما ده، چې مغز څرنګه تفکر او تخیل کوي؟ د تفکر او تخیل د میکانیزم لپاره تر اوسه ځواب نه شته، یا چې څرنګه میکانیزم باندې د انسان تفکر کار کوي.
په لرغوني مصر کې دا نظریه وه چې مغز بدن ته انرژي ورکوي او افکار له زړه څخه سرچینه اخلي. یونانیانو دا عقیده درلوده چې مغز د انسان د وینې لپاره داسی یو موجود دی چې وینه سړوي او افکار د بدن له نورو برخو څخه سرچینه اخلي.
کله چې څو سوه کاله دمخه نړۍ په میخانیکي ډول ډیر پرمختګ وکړ نو ساینسپوهانو فکر کاوه چې افکار هم د یو داخلي اتومات میکانیزم څخه پیدا کیږي. په وروستیو سلو کلونو کې دا معلومه شو چې د انسان مغز برقي سیګنالونه لري او افکار هم د برقي سیګنالونو یوه برخه ده. اوس مهال موږ د علم په داسې دوره کې ژوند کوو چې مصنوعي ځیرکتیا یا ارټیفیشیل انټیلیجنس موجود دی، مثلاً زموږ موبایل ټلیفونونه که چیرته پکې تاسو یو څه ولټوئ نو د هماغه عنوان لاندې ډیر تجارتي اعلانونه ستاسو په موبایل کې راځي. همداسې تصور کیږي چې زموږ مغز کې داسې الکټرونیک سیګنالونه موجود دي. دا مفکوره سره له دې چې ډیره ناسمه نه ده خو تراوسه علم دا نه ده ثابته کړې چې افکار څرنګه رامنځته کیږي؟ کله چې موږ یو څوک وینو یا د انسان مغز له نږدې څخه ګورو نه شو کولی چې په شخص کې د هغه افکار ووینو یا له مغز څخه چې زموږ مخته ایښي وي په هغه کې افکار ووینو. دا ځکه چې موږ افکار نه په سترګو وینو او نه د اندازه کولو کوم میکانیزم او واحد لري. اکثراً افکار د یو عمل ترسره کولو د یوې نقشی په شان وي او داسې یو حالت وي چې افکار پکې تحرک کوي. د نړۍ نیورو بیالوجستان او ساینسپوهان په دې نه دي بریالي شوي چې تراوسه داسې یوه پایله پیدا کړي چې پکې ثابته کړي چې افکار څه خواص لري یا کوم داسې شی دی چې فزیکي شتون ولري.  دا حقیقت چې افکار د انسان له مرګ سره محوه کیږي، دا ثابتوي چې افکار د اعصابو د تحرک له نتیجې څخه پیدا کیږي، کله چې پس له مرګه د اعصابو حجرات له کاره ولویږي نو افکار هم نورک شي.
که زموږ افکار یواځې د مغز په کیمیاوي ترکیب (اوبه، پروټین، شحم) پورې اړه ونه لري او یا مغز د کیمیاوي ترکیباتو تر اثر لاندې نه وي او بل ډول وي نو افکار به څرنګه وي؟
کله چې انسان پیدا شي زموږ په مغز کې یواځې حجرات له یو بل سره وصل دي، د وخت په تیریدو سره دا د مغز حجرات وده کوي یعنې هر څومره چې مغز استعمال شي هغومره وده کوي او ذهن پیاوړی کیږي لکه څنګه چې یو خامه سړک په پوخ سړک بدلیږي همداسې زموږ مغز هم وده کوي همداسې چې پاخه سړکونه د ښار په ښکلا کې اضافه کیږې همداسې د مغزو د حجراتو وده د انسان د شخصیت په وده ورکولو  او ښه افکارو رامنځته کولو کې مرسته کوي. د مغز د ودې له کبله د ذهن او تفکر کچه پراخیږي دا کولی شو چې د مغز باریکو ټکو ته په پام کې نیولو سره توضیح کړو.
تر شلمې پیړۍ پورې علم په دې نظر و چې مغز یو منظم شکل لري او د بلوغ سن ته رسیدو څخه پس نوره وده نه کوي. دا مفکوره غلطه وه ځکه کله چې انسان پاخه عمر ته ورسیږي او یا محیط بدل کړي ډیر نوي شیان زده کوي او د فکر کولو او ذهن د ودې کچه یې لا پراخه شي. د انسان مغز له هر حالت سره بدلون مومي او کولی شي له بدلون سره ځان عیار کړي چې دا بیا په فردي ډول چاته سخته یا آسانه وي. دې پدیدې ته په علم کې نیورو پلسټیسیټي (Neuroplasticity) وایي چې بیلابیل ډولونه لري.
یعنې نه یواځی چې افکار د مغز په فزیکي بڼه کې بدلون راولي بلکې دا پیاوړي افکار زموږ د بدن په کیمیاوي ساختمان کې هم بدلون راولي. مثلاً د خوشحالی او یا خفګان په وخت کې احساساتي کیدل چې هر یو یې بیلابیل کیمیاوي مواد په بدن کې ترشح کوي.
یعنې څنګه چې مونږ مثبت او منفي افکار لرو پدې کې زمونږ د بدن هارموني ترشحات چې پیژندل شوي کیمیاوي مرکبات دي برخه اخلي.
مثلاً که مثبت افکار ولرو دوپامین یا سیروتونین په بدن کې ترشح کیږي او یا که منفي افکار ولرو ادرینالین او نار ادرینالین د بدن غدواتو ته ترشح کیږي. دا هغه کیمیاوي مواد دي چې زمونږ هارموني سیسټم په واسطه زمونږ په احساساتو کې لوی رول لري. داسې هم ویلی شو چې زمونږ افکار د یو فردي درملتون رول لري. مثبت او منفي افکار زمونږ په روغتیا اثر لري. په فزیکي بڼه دغه افکار چې زمونږ د بدن په روغتیا کې رول لوبوي یو هم پلاسیبو یا داسې درمل دی چې  ناروغ ته یواځې  د ډاډ لپاره ورکول کیږي ، شکل یې د ګولیو یا کپسولو رقم وي او کوم کیمیاوي درمل پکې نه وي. لرغوني یونان کې طبیبان پدې عقیده وو چې مثبت افکار زمونږ په ذهن او روغتیا تأثیر لري.
که وکولی شودا مسله مونږ په تصویري بڼه واړوو نو لدې څخه معلومیږي چې دا څیړنه ډیره ژوره سلسله کیدای شي. لکه په پخوا زمانو کې ورته د زده کړې قوت ویل کیده مثلاً د نړۍ ډیروفیلسوفانو نظریات نن هغه څه ثابتوي چې دوی پرې نظر ورکړی وو لکه د لرغوني چیني فیلسوف Confucius نظریات چې د زرهاوو کلو راهیسي یې په نړۍ کې خلک کاروي یا د نیچه نظریات چې څنګه مونږ یوبر منش یا سوپر هیومن کولی شو ووسو او یا دمارکوس ایریلیوس د ذهني آرامښت تمرینونه چې یا په هنر ، لیکلو، رسامي او سپورټ سره ترسره کیږي.
اوس مهال د ټکنالوژي په واسطه د انسان هر عصبي سیګنال پروسس کیدای شي چې یو مثال یې د روباټ جوړول دي. د عصبي سیګنالونو د پروسس کولو امکانات مونږ ته دا جوته کوي چې زمونږ افکار زمونږ په روغتیا او شخصیت کې تغیر راوستلی شي، یو مثال یې عبادت چې سکون رابخښي یو بل پلاسیبو چې د ناروغ ذهنیت ته د تداوی پر وړاندې سکون ورکوي. لکه څرنګه چې مې مخکې ذکر کړل د خوشحالی یا خفګان په وخت کې د انسان بدن کیمیاوي ترشحات لري چې په اعصابو ډیره اغیزه لري همدارنګه دا اغیزه نه یواځې په عصبي سیسټم وي بلکې په معافیتي سیسټم ، عضلاتو ، هاضمې سیسټم او د بدن په جنسي قوت او نورو بیلابیلو برخو اثر درلودلی شي. خو دا چې د بدن دا کیمیاوي ترشحات د انسان د بدن په کوم سیسټم زیات یا کم اثر درلودلی شي د دې میکانیزم تراوسه پوره معلوم ندی خو ژور خفګان او دایمي سترس دبدن په ډیرو غړو اثر درلودلی شي.
زمونږ افکار د ډیرو شیانو تر اثر لاندې رامنځته کیږي مثلاً حتی د درملو رنګ هم د ناروغ په رغیدو کې تأثیر لري مثلاً سور رنګ کپسول نسبت د شنو یا ژیړ رنګو کپسولو څخه زیات یې دناروغ په فکر اثر کوي.
آیا مونږ باید ښه افکار ولرو او باقی کارونه زمونږ ماغزه سرته رسوي؟
زموږ د افکارو پیاوړتیا خپل محدودیتونه لري مثلاً که د یو کس پښه ماته شي هغه نشي کولی چې د درد د آرامولو لپاره خپل افکار بدل کړي، یعنې د فزیکي دردونو په وړاندې زمونږ افکار محدود دي.
زیاتره کسان دا وایي چې د دوی کاري ماحول د سپورټ یا ورزش سره مساوي دی. دا تجاربو ثابته کړې ده چې هغه خلک کوم چې کار او ورزش سره پرتله کوي د وخت په تیریدو سره یې وزن کمیږي او همداسې یې BMI  Body Mass Index یی راښکته کیږي. دا ځکه دوی فکر کوي چې د سخت کار له وجهې دوی ورزش ته اړتیا نه لري.
آیا مونږ کولی شو چې د بدن ښو کیمیاوي موادو د ترشح کنټرول ولرو؟
طبي څیړنو دا جوته کړې ده چې ډیر وخت ناروغ د عملیاتو څخه پس ژر رغیږي ځکه د عملیات څخه د مخه ورته د مرض او د تداوی پروسه په بشپړ ډول توضیح شوې وي. د انسان د مغز د ضعف یو عمده ضعف دا هم دی چې ډیر وخت د حقیقت او تخیل توپیر نشېي کولی، کله چې انسان په یو تخیل کې ډوب شي حقیقت ته بیرته راتګ ورته ډیر ستونزمن وي، ځکه افکار یې د هماغه تخیل په چوکاټ کې عیار شوي وي. یعنې تخیل دحقیقت ځای هم کله کله نیولی شي.
افکار د اندازه کولو کوم واحد نه لري پخوا ډیرو څیړنو دا ثابته کړې ده چې د نیمیایی څخه ډیر زمونږ افکار منفي طرف ته منحرف دي او زیاتره جانبي عوارض یې لکه څنګه چې مې مخکې وویل حتی د ژور خفګان او نورو عوارضو سبب ګرځي. ولې داسې برعکس هم کیدای شي. زمونږ فزیکي روغتیا زمونږ د ناخود آګاه افکارو سره کلک تړون لري، نو ښه دی چې هغه افکار د ځینو مواردو په وسیله کنټرول کړو کوم چې زمونږ فزیکي روغتیا ته زیان رسوي. لکه هنر ، نقاشي عبادت ژورنال یا دایري لیکل او د ذهنیت د آرامښت لپاره د طبیعت ننداره پلې ګرځیدل او یا د موسیقی اوریدل.
د ذهنیت آرامښت یا mindfulness موږ هغه اعمالو ته متوجه کول دي کوم چې زمونږ افکار مثبت اړخ ته بیایي دا د بدن د غړو او هر فکر په توجو سره ترسره کیږي، همداسې د بدن کششي یا ستریچینګ تمرینونه مونږ سره د ذهن په آرامښت کې مرسته کوي. یعنې که مونږ هر عمل او خبرې ته په فعاله توګه متوجه اوسو زمونږ عصبي حجرات هغه اعمال په ښه او منظمه توګه پروسس کوي ، د ذهنیت د آرامښت لپاره بهترینه وسیله دځان سره یوه کتابچه او قلم درلودل دي هغه څه چې زمونږ په افکارو تأثیر کوي هغه ولیکو یا یې ترسیم کړو، ځکه د لیکنو بیا لوستل او یا درسامی لیدل مونږ ته هغه منفي یا مثبت حالات تداوي کوي او زمونږ مغز دا افکار په ښه او مثبته توګه پروسس اوتنظیموي.
په ۲۰۲۱ کال کې د چیلي هیواد په نړۍ کې لومړنی هیواد وو چې افکار یې د بدن د نورو غړو په شان قانوناً محفوظ کړل. همداسې په فرانسه کې هغه ټکنالوژي چې په مغز اثر کوي او د مغزو د فزیولوژیک یا وظیفوي بدلون سبب ګرځي بند کړل شو او یواځې د طبي څیړنو لپاره قانوني اجازه لري. په  آلمان کې د ۲۰۲۱ راهیسې سایبر څیړنې پدې کار کوي چې د یو شخص افکار د بل چا په واسطه بدل نشي کیدای شي په ډیر نږدې وخت کې رامنځته شي او یا هم امکان ونه لري ، که چیرته امکان ولري بهتره ده چې ذهني سکون او ماینډفولنیس خپل عادت وګرځوو.
له آلماني ژبې څخه ژباړل شوی متن.

1 COMMENT

  1. سلام
    ښایسته او سیانسی لیکنه ده د سوره کهف په اخره کې وایی چې هرڅه سبب لری او بیا دسبب تابع دی . تابع دمعنی او مفهوم په خاطر ډیره پراخه موضوع ده ا و دسیانس جلا څانګو پورې تړاو نیسی مثلا داین شتاین په سیانسی فورمول کې ، دګالیله په څېړنو کې او بیا دبولین الجبر په تابع اومشتق کې د set of data ,collection of data and functions of data دسایبر په مثال کې ستر ابزار دی.
    science
    Ein Stein

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب