شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+زمونږ د اوسني شعر، بهیر او مسیر په کوم خوند او رنګ...

زمونږ د اوسني شعر، بهیر او مسیر په کوم خوند او رنګ کې؟

پرادبیاتو خبري:

همت عمرزوی

د ادبیاتو تاریخ مونږ ته ددې بهیر د دورو، پړاونو او بدلونونو روان جریان بیانوي، د هري دورې د پيل، منځ اوپای د عطف ټکي راته په ډاګه کوي چې دا د ادب د تاريخ دنده، ځانګړی صلاحیت او ماهیت دی، دلته په دې لیکنه کې زمونږ د شنني تمرکز پراوسني نیږدې پيل او روان ادبي وضعیت راټول دی، دا طبیعي ده چې وخت اوزمان د خپل نه درېدونکي سنت په اساس روان دی او لکه د برېښنا نه تم کېدونکی سفر مخ پروړاندي درومي، وخت خپله د يو حالت او کیفیت د ارزوني، ګروېږني او شنني زماني ظرف دی نوځکه مونږ وایو چې د فلانی نېټې څخه رانیولې، بیاتردې تاریخه فلاني جریان دوام وکړ، یا فلانې حادثه په هغه اودغه تاریخ پېښه سوه، د همدې زماني چارچوپ په اډانه کې دلته مونږ غواړو د یوشتمي پېړی د پيل او تردې دمه  ادبي او په ځانګړي توګه د شعري یون، خوند، رنګ، کیفیت او وضعیت  لږنسبي شننه او ارزونه وکړو.

د غوري شاهانو د دوران  ادبي ماهیت، د روښاني تصوفي، روحاني او غبرګوني ادبي مکتب څرنګوالی ، د خوشحال بابا جګ کړی ادبي_حماسي ویاړمن توغ، د رحمان بابا د عرفاني، تصوفي او اخلاقي ادب مکتب، همداشان راوروسته معاصر ادبي بهیر، د غني خان بې سانسوره او زړه ور شعري بغاوت، د حمزه بابا تغزلي پښتنې انګازې، د استاد پسرلي آرامه خو هدفمنده فکري اوهنري شاعري… مونږته د ادبي څېړنو، شننو، ارزونو، تیوریو اوګتګوريو پراخ ادبي بستراو قلمي سفر برابروي ترڅو ددې لاري په مزل کې دا ادبي زېرمي وشنل او وسپړل سي، چې له نېکه مرغه ترډېره بریده دا ادبي څېړنيزه اوپرتليزه چاره د مختلفو زاویوڅخه زمونږ د ادبي سرخېلانو له خوا په ښه او بشپړه توګه ترسره سوې هم ده.

پورته يادي ادبي پانګي په اوس زمان کې د ادب د تاریخ یوه عمده اوغوښنه برخه جوړوي، امازمونږ بحث دادی چې هغه د تېرزمان ادبي هست اوبود خو لږترلږه د یو نوم، ځانګړنو، او خصوصیتونو تر ادبي اوتنقیدي تول وتلي او منلي دي، هغوی د خپل مختص ماهیت، پېغام او ځانګړیزجولیزاومنځپانګيزتشخص پربنسټ په یو مخصوص نوم او ځانګړي جریان او مکتب پېژندل سوي دي، اوس پوښتنه او نیوکه داده چې زمونږ اوسنی ادبي روان بهیر په کوم نوم نوموو؟ اوس په څوک وايې چې داجریان خو لا روان دی اود پای پړاوته نه دی ورداخل سوی نو ځکه يې ادبي قضاوت، جاج او نوم اېښودنه ناشوني اوغیرمعیاري ده، داهم نسبتاً نیم دلیل کېدلای سي ولي بیاهم پوښتنه په خپل ځای اولاینحله پاته ده، ځکه هر تګ اوسفر د لاري نقشه او پته غواړي کنه سفربه بې ګودره اوبې ثمره روان وي، بناً دغه اوسنی روان ادبي بهیر کوم ادبي ماهیت او د کومو مشخصو ځانګړنو ادبي فضااو اوضاع لري؟ په ټولیزډول د خپل وخت کوم خوندونه، رنګونه اوکیفونه منعکسوي؟ محتوايې اډانه يې په اکثریتي لحاظ پرکومو ژوندپېښو، پدېدواو موضوعاتو ورچورلي؟ اوپه ټوله کې عمومي ادبي موتیفونه او خپور ادبي اتموسفیريې کومه هوا او فضاتشکیلوي؟ چې حداقل سړی يې په ټولیز ډول د پېژند څرک حِس کړي، زمونږ شعر خو لا تراوسه هم د موضوع اومحتوا په لحاظ د لارورکي مسافر په توګه د سرګردانی اوحیرانی په دایروي حرکت کې را ایسار او ناقراردی، مخاطب مو هم ګنځ دی او د ذوق په انتخاب کې يې د تشخیص حواس متحیراوبې ګودر دي اولاهم نه پوهېږي چې زما  د وخت اوسنی شاعرڅه وايې اوچاته يې وايې؟ بنا” دلته داتشه او پوښتنه راولاړېږي چې زمونږ اوسني ادبپوهان او نقادان ولي په شعوري توګه د يو نوي معاصر ادبي مکتب د عمران پخه ډبره اونقشه نه وړاندي کوي؟ ترڅو دا خواره واره شاعرانه فکرونه منسجم او منظم سي او د یو معلوم مسير پرکرښو ادبي مزل ورسيخ کړي؟ اوس به بیا څوک دا استدلال کوي چې د ادبي دنیا ژوند اوژواک خودرویه اوخود جوشه دی او دا پخپله خپل مزل پرته له کوم اوڅار او لارښود سفارش او فرمایشه په طبیعي ډول طی کوي او د پلان سوي تصنعي مزل څخه بېزاره اوخود اختیاره دي، دا هم درسره تریوه بریده منم خو کومه دی هغه خودرویه او خودجوشه طبیعي ادبي غورځنګ؟ چې لږترلږه د یو ادبي مکتب د خوی اوبوی آثار دي ترې څرګندسي؟ مونږ له بده مرغه په اوسني ادبي جهان کې هم يوه ګډه ملي او متفِقه ژبه اومفکوره نه لرو، لامو هم اوسني ادبي تخلیقات تیت اوپرک او د یو بې اغېزي او بې مرامي وسيلې په توګه ترډېره حده د ژوند د متن څخه په څنډه پاته دي، زمونږ د ملي ادب ملي تقاضاداده چې ادیب مو د ادب په ډګرکې د ملي اتفاق ادبي کمبله وغوړوي، لیدلوري، فکرونه او اندونه د ملي تفکر پر محراق راټول کړي، او د يووشتمي پېړی د ادبي غوښتنو، آزمايښتونو او سپارښتونو ملي تقاضاته د قلم له څوکو مثبت او مقنِع ځواب ووايې، زه د ادب د لاري د يو ډېروړوکي لاروي په توګه  د ادبي سرغانه وو او استادانو څخه دا هیله او غوښتنه کوم چې ځوان ادبي کهول ته د ملي ادب دزریني ماڼی د لاجوړوني، ځلوني او بشپړوني لومړی خښتي کښېږدﺉ اوکه مو ايښي دي مونږته يې د پيلامي او ادامې سريښته اوڅرک په لاس راکړی، زه فکر کوم چې د یو ملت ټولیز ادبي تولید که ددې ملت د ملي آرمانونو او ښه ژوند د تحقق په موخه ځانګړی، متعهداوژمن سي، دابه د ادب د رسالت د ښه ترسره کولو غوره مثال وي، د فردي ګټو او مادي تمایلاتو څخه د وتو د خلاصون او اوښتون ادبي پړاو به کله پيلو؟؟؟

زه دا بحث د یو ناهیله کيدونکي اومنفي بافه تحلیل په محورکې نه مطرح کوم بلکه زما موخه داده چې د ادب په سپين روبي، بې تکلفه، سپېڅلي او بې ریا ډګرکې لږترلږه يوڅه روښانه او واضح استدلال وکړو، خبري، بحثونه او تنقیدونه وشنو، لیدلوري او تګلوري طرحه کړو او د مناسبو او اړینو حلارو سريښته وپلټو.

زمونږد معاصرادب ډېر لوی اوڅار نقاد او متبحیر ادیب ارواښاد استاد محمدصدیق روهي مونږ ته د ادبي لارو یو مناسب څرکبه په کره دلایلو وړاندي کړی دی او د پښتو ادبي مزل بهیر يې د ملي اوضاع په رڼا کې ډېرښه ترسیم کړی دی، د (ويښتیا، روښانتیا او اوښتون) ادبي پړاوونه  يې راته په واضح ټکو بیان کړي دي، خو په اوسني مهال کې دا ادبي غوټه لا هم همداسي مبهمه پاته ده چې د اوښتون پیل کړی مزل پرکومه خوا؟ څه ته اوښتون؟ او په اوښتون کې زمونږ د ادب څرنګوالی او پوخوالی په کوم حالت کې قرار لري، له اوښتون څخه بیا مخ پرکومه خوا خوځون؟؟؟

پوښتنه لاپاته ده چې فعلاً زمونږ د ادبي ماهیت کان اوکیف پرکوم مزل اومنزل ورټول دی آیا په تم، قدم اویا پرتم کې دی؟ بلاخره د اوسني یون او خوځون جاج يې په کوم ادبي تول کې وزن کوو؟

په پېرزوینه اودرناوي.

د خیال په خول کې | همت عمرزوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب