دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+زموږ په ګړدودونو او اصطلاحاتو کې د دیني روایاتو انځور

زموږ په ګړدودونو او اصطلاحاتو کې د دیني روایاتو انځور

اسدالله بلهارجلالزی

یو اړخ دی یخی سه بل د طبخی سه
ـــــــــــــــــ
یاده اصطلاح یا ښیرا د پښتنو په ډیرو سیمو کې کاروله کیږي. د غزني په پښتون میشتو او په تیره بیا شلګر کې هم هغه مهال د سیمې د وګړو په ژبه جارې کیږي چې یو څوک په چا ظلم، ناروا او تعدی وکړي. دا صطلاح د ښځو له خوا هم هغه وخت ویله کیږي کله چې یوڅوک یا کوم پلار – ورور- اکا او بل نژدې خپلوان یی کومه نجلې په بن ورکړې، یا یې د ډیر عمر سړي ته د ډیر ولور په مقابل کې واده کړې، یا یې هم ډیره لیرې سیمه کې په دې نیت واده کړې چې نوره هستي او میراث یې ورپاته شي. نو کله چې داسې ښځه له خپلو خپلوانو لیرې شي. د خپلوانو له مینې، شفقت او دیدن څخه محرومه شي نو بیا په مظلومیت کې د زړه له تله همدا خبره چې په حقیقت کې ښیرا ده کوي او وايي ( فلانیه یا زما وروره یا اکا په ما دې ظلم وکړ، زه د ژوندانه له خوښیو محرومه کړمه نو تاته دې الله تعالی داسې سزا درکړې چې هم له اوره او هم له یخه وسوځیږي.
امان راکړي له دوزخه
هم له ګرمه هم له یخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په پورتنۍ ښیرا کې موږ د دوزخ د کوم چې ملا عبدالرشید په خپل کتاب ( رشید بیان) کې د نورو فقهې مسايلو د بیانولو تر خوا موږ ته د دوزخ د هغه حالت چې هم توود دی او سوړ یو انخور مخې ته ږدې او وايي:

امان راکړي له دوزخه
هم له ګرمه هم یخه

په دې توګه ویلای چې اور که یو اړخ یې ګرم اور بل لوری يي بیا سوړ هم دی.  هغه مهال چې حضرت ابراهیم خلیل الله اور ته غورځول کیږي نوپه دې شیبه کې اور ته د الله تعالی اور ته فرمان صادریږي: ژباړه« ای اوره؛ د ابراهیم له پاره سوړ اوسه؛» اور دومره سوړ شه چې له یخه د ابراهیم خلیل الله غاښونه وکړچیدل. بیا د الله تعالی فرمان راغی:« ابراهیم ته سالم، نرم او مزه ناک اوسه» بیا ورته همدا اور په یوه ګلستان بدلیږي. یاده واقعه حضرت مولانا جلال الدین محمد بلخي په خپله مثنوي کې هم د څو بیتونو په چوکاټ کې داسې بیان کړي:

چون رها از منجنیق آمد خلیل
آمد از دربار عزّت، جبرئیل
گفت: هَل لَک حاجَهٌ یا مُجتبی
گفت: اَمّا مِنکَ یا جبریلُ لا
من ندارم حاجتی با هیچ‌کس
با یکی کار من افتاده است و بس
آن چه داند لایق من آن کند
خواه ویران خواه آبادان کند
گفت این جا هست نامحرم مقال
عِلْمُهُ بِالحالِ حَسْبِی مَا السُّؤال
گر سزاوار من آمد سوختن
لب ز دفع او بیاید دوختن
من نمی‌دانم چه خواهم زان جناب
بهر خود و اللهُ اَعْلَم بالصَّواب
******
موږ ته له پورتنو کره شواهدو او روایتونو څخه جوته شوه چې زموږ د خلکو ترمنځ په متلونو، ګړدودونو یا اصطلاحاتو کې د دینې روایاتو، ارشاداتو، موعظو اوکیسو څرک له ورایه ښکاره دی. چې د ولسي پوهې په چوکاټ کې په لنډو ټکو کې بیان شوی دی. پورتنۍ اصطلاح هم په حقیقت کې له همدې روایتونو څخه را ټوکیدلې ښکاريږی. والله اعلم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب