سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد افغانستان روغتیایي سکتور سره د جاپان نژدې ۷ میلیونه ډالرو مرسته

د افغانستان روغتیایي سکتور سره د جاپان نژدې ۷ میلیونه ډالرو مرسته

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۷مه) د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې جاپان د افغانستان له روغتیايي سیکتور سره ۶ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.

دې سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جاپان دا پیسې په افغانستان کې انتاني او میکروبي ناروغیو ته ځانګړي کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دغو مرستو هدف په ساري ناروغیو اخته کسانوته د  ښهو خدمتونو وړاندې کول، د ساري ناروغیو د دقیق تشخیص لپاره د لابراتوارونو په برخه کې مرسته، د افغان- جاپان د ساري ناروغیو د روغتون او په کابل کې د انتاني د ملي روغتون د کاري ظرفیت په اړه ډاډ ترلاسه کول دي.

کابو یوه میاشت وړاندې اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او د دې هیواد د روغتیايي خدماتو د ښه کېدو لپاره لس ملیون یورو مرسته کړې وه.

د افغانستان روغتیایي سکتور د جمهوري نظام له پرځېدو او د نړیوالو مرستو له کمښت وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شوی.

طالب چارواکي په دې برخه کې نړیوال مرستندویان له افغانستان سره د مرستو په سیاسي کولو تورنوي او ترې غواړي چې دوی سره د اړیکو له پام کې نیولو پرته باید افغانانو سره هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب