تاند (دوشنبه، د قوس ۲۷مه) په افغانستان کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستي راپور ته په غبرګون کې ادعا کړې چې دوی نړۍ ته د خپل رژیم ټولشمولیت ثابتولی شي.
هغه په دې اړه ویلي: «د نظام ټولشمولیت یقیني دی، موږ له ملګرو ملتونو سازمان سره شریکه کړې، هغوی چې له ټولګډونوالي هر تعریف لري، موږ کولای شو چې اوسنی حکومت ورته ثابت کړو چې ټولګډونه دی، په هره تله چې وغواړي تعریف یې کړي؛ خو هغوی له دغې موضوع کلي تعریف نهلري.»
طالب ویاند د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د درې میاشتني راپور ځينې برخې، چې د امنیت او په ځينو نورو برخو کې یې د دوی لاستهراوړنو ته نغوته کړې، خوشبینانه بولي.
ذبیح الله مجاهد د دغه راپور ځینو برخو ته په غبرګون کې وايي چې د ښځو د حقونو نه مراعت کېدو او د ټولګډونه حکومت د نه جوړېدو په تړاو نیوکې، ناسمې دي.
طالب ویاند دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له دوو کلونو راهیسی نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو منع دي، ښځې په ډېرو دولتي او نادولتيۍ ادارو کې کار ته نه پرې ښودل کېږي او هر څه موده وروسته د ښځو د لا محدودولو لپاره نوي فرمانونه صادریږي.
د طالبانو یو شمېر منتقدان تور پورې کوي چې طالبان په لفظي ناندریو د افغانانو وخت او فرصتونه ضایع کوي او په دې ډول یې ستونزې لا پسې زیاتوي.
د دوی په باور، لازمه ده چې طالبان له واړه لیده بهر او د افغانانو او نړیوالو غوښتنو ته په درناوي اساسي قانون، مشروع نظام او د ټولو د حقونو تامینونکی حالت رامنځته کړي.
د ټالب له ګومانه ټول ګډونه یعنې ټول د ملا ، یا میم زرما ، ټوله د ملا!
تاسې راوښیئ چې د افغانستان کوم مقام مسوول ملا د مسلک ، لیاقت ، صداقت او قانون پراساس تعیین او ټاکل شویدی؟
د دوی فرضي او تش په نوم مشر ملا څوک دی ؟
آیا دا ګونګی « څه شی غواړئ» ، ملا حسن د افغانستان د څلوېښت میلیوني هېواد د مشرتابه لیاقت لري ؟
آیا په ټول هېواد کې تر ملا نډیم او ملا باقي کوم بل جاهل ، متعصب ، بېسواده ملایان نه پیدا کېدل چې دوی یې د داسې مهم او حیاتي وزارت مسوول ټاکلي دي ؟
له ټالبي امارته پرته د نړۍ په کوم اسلامي هېواد کې نجونې له زده کړو او تحصیل منعه شویدي او یا ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار اجازه نشته ؟
آیا دوی مستقل او خپلواک تحریک او سیاسي جریان دي ، که د پنجاب غلامان چې دوی خپل تعینات ، مقرري ، کورنی او باندینی سیاست د ملا فضلو ، ملا آی اس آی ، ملا ډیزل او ملا حقاني له مشورو پرته نه شي تعینولی ؟
آیا دوی ته د خپل هېواد ملي منافع مهمې دي او که د پنجاب ؟ دوی ولې د خپلو هېوادوالو وړاندیزونو ، غوښتنو او مشورو ته اهمیت نه ورکوي ؟
په حقیت کې دوی د پنجاب اوامرو ته سل په سلو کې وفاداره دي ، د هغوي په امر د خپل هېواد د ملي ګټو پرخلاف دافغانستان ملي بیرغ ، ملي سرود ، اساسي قانون او نور قوانین له منځه یو وړل او د یهودانو په شان یوه سپینه ټوټه د بیرغ په نوم رپوي ، چې دا ټول اعمال یې د افغانانو اکثریت خصوصا پښتنو ته د منلو وړ نه دي .
Who are to represent the whole Pashtoon Nation?