دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+احمق له دې ۲ نښو پېژندلی شئ

احمق له دې ۲ نښو پېژندلی شئ

حضرت عثمان نوري

که موږ خپله احمقان نه پېژنو، یا د دوی په پېژندګلو کې پاتې راځو، یا هم ځان له دې عاجز بولو چې ښه احمق زه اوس څنګه او له کومو ځانګړنو یې وپېژنم.

د دې لپاره چې دې پوښتنو ته ځوابونه ومومو؛ بیا ښه ده چې لږ تر لږه یې دا دوې نښې در وپېژنو:

لومړی: که یو چا بېځایه او عبث خبرې کولې، یا یې هم ستاسې په چارو او وینا کې پرته له اجازت او اړتیا مداخله کوله، تا به ترې نظر نه وي غوښتی، خو دې به درته خوله خلاصه کړې وي، کرۍ ورځ به درته خپل منفي او پوچ فکر در اوروي، حال دا چې نه به ورته ته اړتیا لرې، نه به یې ستا لپاره نظر مهم وي، معنی دا چې که نورو عبثیات او چټیات بادول، بېځایه، بې مفهومه او د اړتیا پرته یې خبرې کولې، دا یوه نښه د احمقانو ده، چې مقابل لوری یې لري. له دوی واټن نیول باید ستاسې لومړیتوب وي، که نه دی خو هسې هم احمق دی، ښايي نور فکر وکړي، چې تاسې هم دا ډول یاست.

دوهم: که یو ځای څو نفر ناست وي، او په دې مجلس کې یوازې له یو مشخص کس څخه پوښتنه وشوه، دا وخت پوښتونکي ته بل کس ځواب ورکوي، پوښتونکي ته د دې ځواب ورکوونکی چې مخاطب لا نه و، دا هم احمق دی؛ معنی دا چې که نورو نه واست پوښتلي، بیا نو هېڅ اړ نه یاست چې ځواب هم ورکړئ.

 نور که تاسې ته اړمن وي، بیا هغوی خپله درته وايي، خبر به هم نه یې، اړیکه به یې درسره نیولې وي او له خپلې ستونزې به یې ژر خبر کړي یاست، که ستاسې لیدلوری او نظر ورته مهم و، که په کارځای او یا هغه ځای چې تاسې پکې ډېر وخت پاتې کېږئ، ومو نه مومي، بیا نو دا وخت وار ستاسې د ټیلفون، وتساپ یا د بلې برېښنايي رسنۍ دی، له دې لارې درسره اړیکه کوي، که داسې هم ونه شي، بیا راسا کور ته درځي، خو پرېږدي مو نه؛ دا هر څه په دې دلالت کوي، چې دلته مقابل لوري ته ستاسې شتون اړین دی او دوی به خامخا دا کوښښ کوي، څو تاسې وغږوي، د خپلې ستونزې په اړه مو واوري او په ټوله کې ورته تاسې حل لاره هم را وباسئ.

البته دوې استثناوې شته او دلته نه باید بې تفاوته پاتې شئ.

۱. که کله تاسې په یو مجلس کې ناست یاست او یو چا خپله پوښتنه ټول مجلس ته راجع کړې وه، بیا ښه ده چې لږ تر لږه نورو ته په ارزښت ورکوونې او د نوبت په نظر کې نیولو سره خپل نظر څرګند کړئ؛ دلته ستاسې د نظر څرګندولو لپاره اړتیا احساسېږی، دا وخت مه تفاوته کېږئ.

۲. که کله تاسې دوه، درې او یا څلور ملګري یو ځای ناست یاست، یا هم روان یاست او چېرې مو د سفر اراده کړې، دا وخت یو کس راځي او ستاسې له جملې څخه یو تن غوره کوي، څو ورسره خپله را ولاړه شوې پوښتنه مطرح کړي، دا وخت هم تاسې منتظر شئ، وګورئ له ملګري مو کومه پوښتنه کېږي، څنګه یې ځوابوي؟ ځواب یې مناسب دی؟ پوښتنونکي ته د قناعت وړ دی؟ کمرنګه او بې خونده خو به نه وي؟ دا او ورته نور ټول موارد په نظر کې ونیسئ، که چېرې داسې څه چې پاس موږ ذکر کړل، بیا ښه ده چې د بښنې په غوښتلو او اجازت سره پوښتنونکي ته خپل لرلید څرګند کړئ؛ ځکه دا اړتیا ده، پکار ده او باید داسې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب