روح الله احمدزی
په افغانستان د طالبانو بیا واکمنیدو نږدې دوه نیم کاله پوره کیږي. طالبانو د قطر پلازمینه دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو سره د موافقې پر مهال په افغانستان کې د سیاسي اسلام تر چتر لاندې د ټولګډونه دولت جوړولو ژمنه کړې وه؛ چې په هغه کې به د ښځو او لږکیو حقوقو او د افغانستان نويو واقعیتونو ته په کتو ملي دولت رامنځته کوي. خو طالبانو نه یوازې دا چې خپلې ژمنې عملي کړې نه دي بلکې برعکس د همدغو ژمنو خلاف یې سخت دریځه اقدامات ترسره کړي چې دا د افغانستان ملت او نړیوالې ټولنې سخت غبرګون سره مخ شوي دي او همدا سخت دریځه سیاست د طالبانو د انزوا او د ملي او نړیوال مشروعیت نه اخیستلو سبب ګرځیدلی دی.
په تیرو نږدې ۲۸ میاشتو کې د طالبانو سخت دریځه سیاست پر وړاندې نړیوالې ټولنې، لویدیځ او ګاونډیانو اندیښنې ښودلې او په افغانستان کې روان وضعیت او د طالبانو پالیسي یې د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ بللی. همدا رنګه د افغانستان د ننه هم اکثریت خلکو نارضیتي ښودلی او د طالبانو حاکمیت د افغانانو ملي ګټو او اسلامي معتدل فرهنګ پر واړندې توطئه ګڼي. عملا ولس او بلخصوص میرمنو د طالبانو پر وړاندې مدني مبارزې او مقاومت ته مخه کړې چې دا مدنی مقاومت د طالبانو نا مشروع او په زور راغلي حاکمیت له زور زیاتي سره مخ شوی دی.
پر افغانستان سربیره په هغو هېوادونو کې چې استبدادي او دیکتاتوري نظامونه حاکم وي، په قانون او سیسټم کې یې د خلکو نارضايتۍ ته د ځواب ویلو لپاره سوله ييز ميکانيزم موجود وي. پر همدې اساس خلک مدني مقاومت او د دیکتاتور حاکمیت پر ضد لاریونونو ته مخه کوي او دغه لاریونونه بې له ځنډه د واکمن نظام له زور زياتي سره مخ کېږي. که چیرې حکومت په دې بريالی نه شي چې په لنډه موده کې لاريونونه په بشپړ ډول کنټرول کړي . په هغه صورت کې د مدني مقاومت خوځښتونه پر انقلابي حرکتونو بدلېږي. خلک او دیکتاتور حکومت د یو بل پر وړاندې درېږي او ترمنځ یې نابرابره جګړه پیلېږي.
ولې نابرابره جګړه؟
ځکه په دیکتاتوري او استبدادي نظام کې د ولس او دیکتاتورانو تر منځ د واک انډول نه وي. ظاهراً دولت تر خلکو ډېر واک لري، پیسې او وسلې هغه دوه عمده عوامل دي، چې د حکومت قدرت د خلکو پر وړاندې ډیر وي. سربیره پردې حکومت وسله وال ځواکونه د خپلې قوماندې لاندې لري او ملي شتمنۍ چې دوی غصب کړې دي.
خو خلک د حکومت پر وړاندې یو غښتلی ځواک او برتري لري او هغه برتري د لاریون کوونکو، سیاسي او مدني مقاومتونو د خوځښتونو ډېر شمېر، یووالي او پیوستون پرته بل څه نه دي. هېڅ ډول شتمني او نظامي ځواک نشي کولی د خلکو د ډله ییز خوځښت مخه ونیسي. کله چې زرګونه خلک په لارو او کوڅو کې د استبدادي نظام پر وړاندې را ووځي. انقلاب به بې له شکه بریالی کېږي. په دې صورت کې به د حکومت مقاومت بې ګټې وي. دا داسې ده لکه څوک چې د سونامي پر وړاندې ودرېږي او ډزې پرې وکړي، ښکاره ده چې بې ګټې به وي. بالاخره د طوفان څپې به هغه له ټولو امکاناتو سره له منځه یوسي.
له بلې خوا ټول استبدادي حکومتونه د ولس يووالی او پيوستون د خپل حکومت لپاره ګواښ ګڼي او ددې پیوستون پر وړاندې په ارامه نه کېني، تل د خلکو ترمنځ تفرقه جوړوي او د دوي طبیعي یووالی له منځه وړي او په ټولو پرګنو کې نفاق ته لمن وهي. ښځه د سړي پر ضد، سني د شیعه او دینداره د بې دینه پر وړاندې دروي. لنډه دا چې تفرقه خپره کړه حکومت وکړه فارموله کار وي.
هغه خلک هوښيار او ځیرک دي، چې د الګارشي او استبدادي ډلې د دسیسو او نفاق خپرولو برنامې شنډولو پر وړاندې خپل منځ کې د يووالي ټينګښت ته متوجه اوسي او د اختلافاتو پر ځای خپلو ګډو موخو او ارزښتونو ته کار وکړي. او له يو بل سره په زغم او متقابل تفاهم تمرکز وکړي. همدا راز اوږه په اوږه د استبدادي رژیم پر وړاندې ودرېږي او دا دې نه هېروي چې ټول د ګډ دښمن پر وړاندې مبارزه کوي او د بریا یوازینۍ لار یووالی دی. که دوی سره ودرېږي، بریالي به شي او که د یو بل په وړاندې ودرېږي ناکامي حتمي ده.
اساسي پوښتنه دا ده چې د استبدادي نظام پر وړاندې د ناراضو خلکو، سیاسي او مدني مقاومت خوځښتونو د یووالي ګډ ارزښتونه د متحدې مبارزې لپاره څه کیدای شي؟
افغانستان ته ورته هیوادونو کې چې د ګڼ شمیر ملیتونو او ژبو ښکلې تنوع لري د پلورلییزم او کثرت پالنې پرته چې مدرنه او د وقت غوښتنو ته ځواب ویوونکې چاره ده او ټول اړخونه پرې را ټولېدای شي بله د سیاسي او ټولنیز نظم راوستلو لار نه ترسترګو کېږي. سربیره پردې هغه ګډ ارزښتونه چې د یووالي لپاره د آزادي غوښتلو ځښتونه او ملت پرې تکیه کولای شي د ډیموکراسۍ غوښتنه، برابر حقوق، ټولنیز عدالت، په سیاسي پرېکړو کې شمولیت، ملي اقتصادي پر ځان بسیا بنسټونو لرل، د ښځو حقونه (آزادۍ، کار او ډوډۍ) بیا رغونه یا د وطن پالنې ارزښتونه، انساني کرامت، او د ظلم، تېري، غصب، سیاسي او اقتصادي فساد پر وړاندې مبارزه کېدلای شي. نارینه او ښځینه، ځوان او زوړ، ملحد او مذهبي او که بل هر پوړ د ټولنې وئ؛ یا د هر قوم، فرقې او ژبې چې وي، اکثريت يې دا ډول اېډيالونه او عقيدې لري، نو بايد پر دغو ايډيالونو تکيه وکړي او د همدې ارزښتونو پر بنسټ نظامند او هر اړخیز پیوستون او یووالی را منځته کړي.
هغه ټکي چې د مبارزې پر مهال د بحث وړ نه دي:
د مبارزې درشل د تېرو حسابونو د تصفیې وخت نه دی، بلکې دا د یووالي او پیوستون وخت دی او د یووالي لپاره، باید په ګډو ارزښتونو تمرکز وشي. همدارنګه د مبارزې او اعتراض شېبې د بري په ورځ د واک د وېش شېبې نه دي. بلکې له بري وروسته دا د ولس حق دی لکه نور ولسواکه هېوادونه چې په ټاکلې موده کې د خپلې خوښې حکومت د رایو ورکولو له لارې رامنځته کوي. د الګارشیانو او استبداد کوونکو پر وړاندې باید د مبارزې په بهیر کې ټول معترض اړخونه شتون ولري او د ټولو انرژي باید په یوه هدف کې متمرکزه وي، یو هدف د استبداد کوونکو پرځول!
البته، دا یوازې د مدني مقاومت ډلو او عامو خلک دنده نه ده چې د یووالي لپاره هڅه وکړي؛ بلکې د ملي او هغو نړیوالو رسنیو او بنسټونو رول خورا مهم دی چې د طبیعي آزادیو، مالکیت حق، د بیان آزادۍ، مېرمنو او زده کړو حقوق او د توکم پالنې پر وړاندې مبارزه کوي. دوی کولای شي د بېلابېلو ډلو تر منځ د یووالي په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي. ددغو بنسټونو له دندو یوه مهمه یې دا ده چې د مختلفو بشري، مدني او ټولنیزو ډلو ترمنځ اتحاد او ایتلافونه جوړ کړي.
د طالبانو پر وړاندې د سیاسي او مدني مقاومت ټول اړخونه باید پوه شي چې نن افغانان یو ګډ دښمن لري چې ټول ګواښي. د دې فاشیست او استبدادي دښمن د ماتولو لپاره یوازینۍ ممکنه لار د ټولو ملیتونو ترمنځ یووالی دی. زموږ د ملت د نن ورځې لومړیتوب باید د ګډ دښمن د ماتولو مبارزه واوسي، هرکله مو چې ددې دښمن پر وړاندې بریا ترلاسه کړه، موږ به دا فرصت ولرو چې له یو بل سره په آسانۍ حساب و کتاب وکړو او ټول هغه اړخونه چې د جمهوریت پرځېدو لامل شوي و او هغه قدرت چې په ناعادلانه توګه د یوې کوچنۍ پر سیاسي فساد اخته ډلې لاس کې و واضح کړو. په ټولو ټولنیزو او سیاسي بسټونو کې د عمودي او افقي اصلاحاتو لړۍ پیل او په سیاسي فرهنګ سمبال مډرنه مدني ټولنه رامنځته کړو چې په هغه کې د هر افغان حقونه تضمین او ټولنیز عدالت پلی وي.
له بده مرغه پر افغانستان واکمنه د ملایانو سختدریځه ډله د وېرې او تفرقي اچولو پرته د بقا لپاره بل څه نه لري که پر وړاندې یې افغانان متحد شي او دوی په افغانستان او نړۍ کې د مشروعیت اخیستلو څخه لرې وساتي. دغه راز طالبان چې اوس کومې دسیسې د خلکو د ویشلو لپاره کوي او دوی د ټولو هڅو سره بریالي نه شي. په ناببره توګه، ژر یا وروسته به د دوی پر وړاندې د افغانستان له هر ګوټ نه خلک راپورته شي. دا اعتراضونه او مدني مقاومت به د دې لامل شي چې په دوی کې وېره خپره او په خپل منځ کې سره ووېشل شي دا به د طالب استبدادي، بدوي او سنتي ډلې د پرځېدو ورځ او د افغان ولس د لوی مدرنیتې راوستول ولسي انقلاب د بریا ورځ وي. او د طالبانو پرځیدل به د تیر سل کلن تروریستي، متشدید، استخباراتي او سیاسي اسلام لوې لوبې پر تابوت وروستی میخ وي.