دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د مولانا فضل الرحمان د سفر په اړه د ذبیح...

افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان د سفر په اړه د ذبیح الله مجاهد څرګندونې

تاند (یکشنبه، د قوس ۲۶مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه جې په اسلام اباد کې د دوی شارژدافیر د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان سره د لیدنې پر مهال هغه د افغانستان سفر ته بللی.

مجاهد ویلي چې د دې بلنې هدف، په پاکستان کې د دوی د رژیم خلاف د تبلیغاتو د مخنیوي او واقعیتونو د شریکولو په اړه نوموړي سره خبرې دي.

طالب ویاند نه دي روښانه کړي چې مولانا فضل الرحمان کابل او که د طالبانو د واک اصلي مرکز کندهار ته بلل شوی؟

مولانا فضل الرحمان پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې طالب استازي ورڅخه د دوی او د پاکستان د حکومت ترمنځ د منځګړتوب غوښتنه کړې ده.

ذبیح الله مجاهد بیا په دې اړه څه ونه ویل، خو فضل الرحمان یې اغېزناک شخصیت وباله.

مولانا فضل الرحمان ته د کابل د واکمنو لاس غځولو ته غبرګونونه – تاند (taand.net)

په وروستیو کې د طالبانو د رژیم او پاکستان اړیکې ظاهراً ډېر سره ترینګلي شوي.

د افغانستان لپاره د امریکا مخکېني استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې دا اړیکې د لا خرابۍ خوا ته روان دي او په کار ده چې دواړه لوري یو لړ تضمین شویو هوکړو ته ورسېږي.

خلیلزاد ویلي چې که پاکستان طالب رژیم د پاکستاني طالبانو تحریک ته په پناه ورکولو تورنوي؛ طالب رژیم هم ادعا لري چې پاکستان یې پر ضد د داعش خراسان څانګې څخه ملاتړ کوي.

2 COMMENTS

  1. هر څومره چې خلک ورو ورو د طالبانو د نظام ملاتړي کیږي او ددوی د تیرو کړنو چې په لکونو افغانان یې پدې تیرو شلو کلونو وژلي بیا هم دوی په نسبي ډول د نورو ښه ګڼي خو دوی هم ورو ورو هغه د افغانانو شکونه چې ددوی په هکله د پاکستان د غلامۍ په اړه لري ښکاره کوي. او دا روښانه کوي چې طالب د پاکستان ګوډاګی، لاسپوڅی او غلام دی. دوی د پاکستان د کړنو غندنه، په لوړه کچه بد ویل، په هره موضوع د پاکستان خلاف سکوت او تر اوسه د هغو لعینو او منافقو اشخاصو لکه مولانا فضل سره اړیکې ثابتوي چې طالب یو خودمختاره، ازاد او مستقل واکدار جوړښت ندی.

  2. د طالبانو ظلم او بربریت ورځ تر بلی روښانه کیږی او هره لحظ خلک ورڅخه فاصله نیسی. کچیری لړی همداسی روانه وی نو طالبان به یو ځل بیا د ۵۲ ښکار شی او دا ځلی به پاکستان کی هم ځای و نلری ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب