Homeخبرونهمتقي: امریکا او ملګرو یې په ځلونو زموږ خلاف د نظامي حرکتونو...

متقي: امریکا او ملګرو یې په ځلونو زموږ خلاف د نظامي حرکتونو د نه ملاتړ ډاډ راکړی

تاند (یکشنبه، د قوس ۲۶مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي وایي چې امریکا متحدو ایالتونو او د دغه هېواد ملګرو په ځلونو ډاډ ورکړی چې د طالبانو د رژیم خلاف له نظامي حرکتونو ملاتړ نه کوي.

نوموړي نن دا خبرې په هرات کې د یوې غونډې پر مهال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې د طالبانو یو شمېر مخالفو څېرو په بېلابېلو هېوادونو کې خپلې ناستې زیاتې کړي.

طالب چارواکو دغو ناستو ته توند غبرګونونه ښودلي.

د طالبانو مخالفانو بیا د دوی پر وړاندې د طالب رژیم غبرګون د وېرې نښه ګڼلې، خو طالب چارواکو ویلي چې د دوی خلاف حرکتونه بې ګټې او بې پایلې دي.

تازه، د ملګرو ملتونو سرمنشي په یوه راپور کې وویل چې د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو حرکتونه کمزوري شوي.

له دې سره، یو شمېر څارونکي خبرداری ورکوي چې طالبان نه باید د بهرنیانو په داسې ژمنو مغرور او له خپل ملت سره روان ظلم ته دوام ورکړي.

د دوی په وینا، که د طالب ضدو حرکتونو بهرنی ملاتړ او د طالبانو خلاف د پخوانیو جنګسالارانو مخالفتونه نه هم وي، خو دوی په همدې ډول افغانانو سره په زور او جبر وغږیږي، پایلې به یې ورته ښې نه اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...