شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+د طالبانو د خبرو او عمل تر منځ واټن 

د طالبانو د خبرو او عمل تر منځ واټن 

منیر وطندوست 

څه باندې یوه میاشت وړاندې طالبانو د افغانستان د ډېری جغرافیې تر نیولو وروسته پلازمېینه او مهم ښار کابل هم په داسې حال کې ونیو چې خپله حیران وو او نه پوهېدل څه وشول؟ مشران یې لا په دوحه کې وو، ځکه دا ورته جالبه وه چې څنګه کابل له وینې تویېدو پرته ور وسپارل شو. د کابل تر نیولو وروسته مشوره ورکړل شوه چې خلکو ته غوړې غوړې خبرې وکړي او له یوه نوي پاڅون سره ځان مخ نه کړي، ځکه له طالب په ښارونو کې اصلا چا ښه خاطره نه لرله، هماغه کار یې وکړ او کار یې هم ورکړ دا کار داسې پړاو ته ووت چې مشاور یې وارخطا کړ او پام یې شو چې طالبان په ټولنه کې حلېدونکي او خپلو ملي ارزښتونو ته یې ور پام کېږي په بیړه یې ځان را ورساوه او مشوره یې ورکړه چې منګولې نورې ټینګې شوې باید امارت هېر نه کړي ځکه بل ډول او له زور پرته د دوی واک نه شي چلېدی. هماغه وو چې د مشاور تر راتګ وروسته ملي بیرغونه له ارګ نیولې تر ښاره ټول راټول شول او همه شمول حکومت اعلان شو، داسې حکومت چې په یوویشتمه پېړۍ کې یې خلکو خپل وزیران لا نه دي لیدلي او لکه د مشهورو کسانو د ناوو له بېلابېل زاویو ټیټ کیفیته عکسونه یې خپرېږي خو دي وزیران او خلکو ته خدمت کوي. بدبختانه چې مشاور او دوست هېواد مو د افغان نسل په بربادۍ سره غواړي دلته هر لس، شل کاله وروسته یو انقلاب بریالی او لاسته راغلي هر څه په اوبو لاهو شي. د کابل پوهنتون ریاست ته د ژورنالېزم پوهنځي د یو پخواني ناکام شوي محصل په معرفۍ سره طالبانو د خلکو ټولې هیلې په سیند لاهو او د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو په تابوت یې وروستی مېخ ټک واهه.

طالبانو په لاندې برخو کې یو څه ویلي وو خو بل څه یې وکړل: 

  1. عمومي عفوه؛ طالبانو له راتګ وروسته په هر سټېج او هره کچه د عمومي عفوې اعلانونه وکړل او دا یې پر خپلو هېوادوالو لوی احسان باله، خو له هماغو اعلانونو راهیسې په مرموز ډول د خلکو وژنې او د کورونو پلټنې روانې دي دا اوس تازه خو د دوی د استخباراتو تصفیوي عملیات تر سرلیک لاندې خبرونه لاندې باندې کېږي چې ګواکې د خپلې پلټنې لړۍ پراخوي. 
  2. همه شمول حکومت؛ طالبانو ادعا کوله چې دوی به ټول‌شمول حکومت اعلان کړي چې د ټولو قومونو او فکرونو استازولي به کوي، خو د دوی حکومت نه یوازې همه‌شمول نه وو بلکې خپله د طالبانو تر منځ پکې عدالت نه دی مراعات شوی، کلیدي او مهم وزارتونه او ادارې ټول حقاني شبکې په زور او د مشاور په خوښه نیولې دي او پاتې یې د کندهار بلاک په ولکه کې دي. 
  3. د ښځو د کار او تعلیم مخنیوی؛ طالبانو خلکو ته غوړې غوړې خبرې کولې چې دوی د ښځو له کار او تعلیم سره نه یوازې چې ستونزه نه لري بلکې زمینه به لا ورته پراخوي، خو دوی په سیستماتیک ډول د ښځو هم د کار او د هر ډول تعلیم د مخنیوي هڅې کوي. لومړی يې ټولې مېرمنې له کاره منع کړې، ان د خپل حق غوښتلو ته یې هم لا نه پرېږدي، له ټولو ادارو یې و ایستلې، بلخوا یې ښوونځي له هر ډول موجه دلیل پرته بند کړي دي. زموږ د نجونو ښوونځي له دې مخکې په پوره اسلامي ډول مخته تلل، د نجونو له جامو نیولې تر جلا ښوونځي، ښځینه استادانو او هر څه یې په اسلامي اصولو برابر وو خو اوس له هر ډول معقول دلیل پرته بند دي. یوازې او یوازې د مشاور خوښه ده چې نوی نسل نالوستی لوی شي تر څو په دغه ملک کې هر شلو کلونو کې د دوی یو انقلاب بریالی شي. د ښځو چارو په نوم وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یې ړنګ کړل، که دوی ژمن وی نو د دوی په وینا دا سمبولیکې ادارې به یې په رښتینو هغو اړولې وې. 
  4. د تخنیکي او مسلکي برخو لپاره د مسلکي کسانو ګومارل؛ طالبانو ژمنه کړې وه چې د مسلکي او تخنیکي ادارو لپاره به مسلکي او تخنیکي کادر معرفي کوي یا به هماغه پخوانی راغواړي او په دې برخه کې یې یو څه نمایشي کارونه هم وکړل، خو له صحت نیولې تر ورزش یې په ټولو برخو کې بدلونونه راوستل او پخوانی روزل شوی کادر يې په کور او نالوستي جنګي طالبان یې وکمن کړل. د کابل پوهنتون ریاست ته یې د ژورنالېزم پوهنځي د یو پخواني ناکام شوي محصل په معرفۍ سره د خلکو ټولې هیلې په سیند لاهو او د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو په تابوت یې وروستی مېخ ټک واهه. 
  5. د اوسپنې، وسلې او لرګیو قاچاق؛ طالبانو ژمنه کړې وه او ان ځینې اعلامیې یې خپرې کړې چې زړه اوسپنه او لرګي به د دوی د مشاور ملک او نورو ګاونډیو هېوادونو ته نه قاچاق کېږي، خو له هماغو لومړیو ورځو راهیسې په ټنونو زړه اوسپنه، لرګي او وسلې او ان پوځي ګاډي پاکستان او اېران ته انتقال شوي او انتقالېږي. د کرغېړنې فرضي کرښې ډېورنډ په هغه غاړه کې د افغانستان د پخواني پوځ شنه رېنجر موټرونه په پراخه کچه لیدل شوي چې د پاکستان بیرغ پرې ولاړ او پاکستاني پوځیان پکې انتقالېږي، هغه ډېر قوي پوځي ګاډي دي. بلخوا د نورستان او کونړ د ځنګلونو د وهلو لپاره په لویه کچه پروګرام جوړ شوی او په ورځ کې د سلګونو لاریو لرګی برابرېږي.
  6. د رسنیو او بیان آزادي؛ طالبانو په ټینګار ژمنه کړې چې د بیان او رسنیو آزادۍ ته ژمن او د دوی ښه فعالیت ته بستر هواروي، خو د دوی له راتګ وروسته له ۱۵۰ ډېرې بېلابېلې رسنۍ بندې او په لسګونه خبریالان وهل ټکول او ګواښل شوي دي. په ملي تلویزیون کې یوه ښځینه کارکوونکې نشته او نه د کار اجازه ورکول کېږي.
  7. د پوځي پرسونل منظمول او حد اقل په ښارونو کې د جامو او وېښتو منظمول؛ خلک او په ځانګړې توګه د کابل ښاریان په ښار کې د طالبانو له ځنګلي ګرځېدا او مانور سره روحي شکنجه کېږي او رواني ناروغان شول، د طالبانو ویاند په بار بار ژمنه وکړه چې په کابل ښار کې به ډېر ژر د دوی وسله‌وال منظم او ځانګړې جامې ولري او یوازې هغه کسان به ګشت او ګزار واک لري چې منظمې جامې او وېښته ولري، خو دا اوس هم په کابل کې طالبان په ګډو وډو جامو، لونګیو، څڼو کې په موټرسایکلونو او بېلابېلو پوځي ګاډو کې د کابل په واټونو چکرې وهي. 
  8. په سپورتي چارو کې نه لاسوهنه؛ دوی ژمنه کړې وه چې ورزش له سیاست لرې دی او دوی به پکې هېڅ راز مداخله ونه کړي، خو د کرکټ بورډ، المپیک ملي کمېټې او بدني روزنې ټولو ادارو ته يې نا مسلکي طالبان معرفي کړي دي. د کرېکټ عمومي رئیس یو نالوستی حاجي او اجرائیه ریاست ته یې یو ګمنام حقاني راوست او تر ټولو بد دا چې د کرېکټ لوبډلې د غوراوي تر ټولو تخنیکي کمېټه یې هم بدله کړه چې د عبدالله مزاري په نوم یو کس یې هم غړی دی، هغه کس چې لا تر اوسه په نړیوال کرېکټ سم نه پوهېږي او نالوستی دی هغه به څنګه تحلیل کړي چې کوم لوبغاړی کوم کاټېکسټ ته ښه دی؟ خو هغه طالبي افکار لري او په طالبانو کې واسطه نو ځکه باید وی په داسې حال کې چې د حمید حسن په شان ګڼ لوبغاړي وزګار او دغه کار ته چمتو دي.

او لسګونه نورې ژمنې چې یا عملي نه شوې او یا هم په بدل ډول عملي شوې. بس طالبانو ښه تبلیغاتي جګړه زده کړې او خلک تېر باسي. 

2 COMMENTS

  1. نو که یو څوګ یوه خبره وکړي او بیا په خپلی خبری عمل ونکړي دا خو د اسلام له نظره هم درواغ وائي او درواغ د اسلام له نظره یو لوی ګناه او خطا ده لوی خدای په قران کی فرمایلي دي :

    أعظم الخطايا عند الله : اللسان الكذوب
    درواغ لویه ګناه ده ،
    له بلی خواه خپلو خبرو او عهد ته شا اړول یعنی وعده ماتول هم په اسلام کی جواز نلری خدای پاک په خپل. کتاب کې فرمایلی دي

    .وَ أَوْفُوا بِالْعَهْدِ ۖ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولً

    دوي خو تمامه ورځ دعوا لري چی موږ افغانستان کی شرعی نظام راولو پخوانئ نظام اسلامي نه و …. نو په درواغو او د خپلو وعدو په ماتولو چی دواړه د اسلام د مبین دین پر خلاف عمل او لویه ګناه ده دوي به څرنګه وکړی شي زموږ هیواد کی اسلامی نظام راولي؟؟؟

  2. کوم چا را ته د ګیلې او پیغور په توګه را ته وویل:
    ” ته هم ځان مؤمن مسلمان ګڼې
    هم پښتون
    هم کنداری
    خو
    د طالب سخت دښمن ئې؛ ولی؟ ”
    په جواب کی می ور ته وویل :
    د طالب په خیرن لاس د همدې درو واړو ارزښتونو ( البته د وطن ټول قومونه خپل وړونه او لوېشت لوېشت خاوره خپله خاوره ګڼم ) د عزت او کرامت د ټکَولو او تر پښو لاندی کولو پخاطر می د طالب څخه کرکه او نفرت کیږی او د انګرېز لښکری ئې بولم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب