شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهطالبانو د م.م. په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون غوښتنه وکړه

طالبانو د م.م. په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون غوښتنه وکړه

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱) ملګري ملتونه وايي، طالبانو ورڅخه غوښتنه کړې چې د دوی استازي ته اجازه ورکړي چې روانه اوونۍ په نیویارک کې د دې موسسې په عمومي اسمبلۍ کې د نړۍ مشرانو ته وینا وکړي.  

د ملګروملتو ویندوی سټیفن دوجاریک پرون وویل، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په دې اړه د طالبانو لیک ترلاسه کړی دی چې په هغه کې ویل شوی چط طالبان غواړي په لوړه کچه د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې ګډون وکړي. 

دا لیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سپټمبر پر ۲۰مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډو  تر پیل یوه ورځ مخکې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتیریش ته لیکلی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند دوجاریک وايي، په دې لیک کې طالبانو د دې تر څنګ چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ونډې غوښتنه کړې ده، ویلي یې دي، چې طالبان غواړي په ملګرو ملتونو کې سهیل شاهین د خپل دایمي استازي په توګه معرفي کړي.   

سهیل شاهین چې ډېره موده په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند و، وروسته د طالبانو د مرکچي ډلې یو غړی و، چې د دولت له مذاکره کوونکي پلاوي سره یې د سولې خبرې مخ­ته وړلې.   

ملګرو ملتونو ته د طالبانو په لیک کې دغه راز ویل شوي، چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني نور د اګست میاشتې له ۱۵مې له خپلې څوکۍ لیرې شوی او د نړۍ هېوادونه یې نور د افغانستان د ولسمشر په توګه په رسمیت نه پېژني.   

په دغه لیک کې ویل شوي، دغه تحول ته په پام سره تر دې وروسته، غلام محمد اسحاقزی، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نه دی.  

ښاغلی اسحاقزی د روان کال په مې میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی ټاکل شوی و.  

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، چې سرمنشي ګوتیریش د سپټمبر پر ۱۵مه له غلام محمد اسحاقزي څخه د افغانستان د ګډونوالو فهرست ترلاسه کړی، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په شپږاویایمه عمومي غونډه کې برخه واخلي. 

ښاغلي اسحاقزي له ملګروملتو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

طالبانو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د برخې اخیستو غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې تر دې مخکې نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو په اړه به د دوی کړنو ته په پام سره قضاوت کېږي.  

دوی ویلي وو، چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل هم له ښځو او اقلیتونو سره د دوی په چلند پورې تړلی دی.   

1 COMMENT

  1. تالبانو له پکارده چې د نړیوالو قوانینو درناوی وکړی او نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي
    په خوار افغان خو ځان د ډانګ او ټوپک په زور منلې شی خو نړیواله ټولنه ستا دډانګ او ټوپک څه پروا لری
    که د نړیوالو قوانینو درناوې مو وکړ نو نه یوازی تاسو په رسمیت وپیژندل شۍ بلکه خوار افغان به هم د یوی وچی مړۍ خاوند شي.
    تر څو پوری به د پاکستان په اوګو پوری میاشت ګورۍ بلکه د نورو اسلامی هیوادونو په څیر خپل دریځ غوره کړۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب