Home+آی پي اېل: نن ماښام حیدرآباد له ډهلي سره لوبېږي

آی پي اېل: نن ماښام حیدرآباد له ډهلي سره لوبېږي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۳۱) د هند د کورني کرکت لیګ يا آی پي اېل په دوام نن ماښام سنرایزر حیدراباد او ډهلي کپټل لوبډلې يو د بل پر وړاندې لوبه ترسره کوی.

دې لوبې ته دواړو لوبډلو د پوره چمتوالي خبر ورکړی دی.

په سنرایزر لوبډله چې د افغانستان درې لوبغاړي، راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي هم اخیستل شوي دي.

په یاد لیګ کې تېر ماښام د راجستان رایلز او پنجاب لوبډلو تر منځ لوبه ترسره شوه، چې راجستان په دوو منډو بریا خپله کړه.

د یادونې ده چې دا لوبې د کورونا له امله ځنډېدلې وي چې د روانې عيسوي میاشتې په ۱۹ مه نېته بېرته پيل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...