Homeخبرونهوسله والو کسانو جلال آباد ښار کې ۳ تنه په ډزو ووژل

وسله والو کسانو جلال آباد ښار کې ۳ تنه په ډزو ووژل

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۳۱) د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې وسله والو کسانو درې تنه په ډزو ووژل.
دا پېښه نن سهار کابل هډې ته نږدې سرحدي لېوا سره شوې ده.

عیني شاهدانو تاند وېب پاڼې ته وویل، چې په وژل شویو کسانو کې دوه طالبان او یو عام وګړی شامل دي.

دوی زیاته کړه وسله وال کسان په یوه رېکشا کې ناست وو، چې برید یې وکړ او له برید وروسته وتښتېدل او د وژل شویو طالبانو وسلې يې هم له ځانه سره یوړې.

د دې پېښې لامل لا نه دی څرګند او نه هم طالب چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په جلال اباد ښار کې چاودنو زور اخیستی چې عام خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو په جلال اباد ښار کې د وروستیو چاودنو مسوولیت داعش ډلې منلی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...