جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+په کومه ورکه پسې سر یو؟| دولت وزیري

په کومه ورکه پسې سر یو؟| دولت وزیري

غوره متل دی، چې وايي:

«د ويدو ویښول اسانه دی، خو د هغو ویښول ډېر ستونزمن دي، چې ځان يې په خوب وهلی وي.»

د معرفت په لږه رڼا سره هم یو انسان دا درک کولی شي، چې د ځان، خپل خدای او مخلوقاتو په وړاندې خپل مسوولیتونه درک او د انساني ارمان د پوره کېدو لپاره لاس په کار شي.

نن سبا انسانان د ناغېړۍ له کبله هم له خپلو انساني مسوولیتونه اوږه تشوي، په بې معنی کارونو سر وي چې عظمت او رڼا ته نه رسېږي.

بل متل دی:

«د هوښیار. لېوني رغول د ډاکټر له وسې بیرون وي.»

د رڼه لمر په شتون کې چې څوک لمر نه ویني او په پیدا کولو پسې يې لالهانده ګرځي، مانا دا چې یا خو ړوند وي، یا به د راڼه لمر په مانا نه پوهېږي او یا دا چې نه غواړي ځان پرې پوه کړي.

زموږ په وزیرو کې یوه کوچنی مرغۍ ده، خلک يې د چټکې په نامه پېژني. د چټکې په هکله خلک کیسه کوي، چې په پخوا زمانو کې چټکې د پاچا پر لور میئن شوی و، پاچا ته يې ډېرې زارۍ وکړې چې خپله لور ده ته په نکاح ورکړي، خو پاچا چې البته چټکې ډېر هوښیار! وليده، ورته يې وویل، چې په يوه شرط خپله لور درکوم چې ته ماته یو سم او سیده لرګی راوړې.

چټکې خوشحاله شو او ويې ویل، دا خو اسانه خبره ده او ژر د سم  لرګي په پيدا کولو پسې سر شو.

له يوې ونې څخه بلې ونې ته او له بلې څخه بلې ته د سم او سیده  لرګي په لټون يې پيل وکړ. چې د ونې هر ښاخ ته به ورغی، د ده په هوښیار فکر! به لرګی سم نه و، نو له ځنډ پرته به يې نارې کړې، چې«چک» یانې سم نه دی. افسوس یې کاوه.

کلونه- کلونه او پېړۍ- پېړۍ تېرې شوې، خو چټکې په سم او سیده لرګي پسې ګرځي، خو بې وزلې چټکې یا خو ړوند او جاهل دی، یا يې ځان په ټګۍ اچولی دی او يا هسې د سم لرګي په پلمه د پاچا له لور تېر شوی دی.

نور پر تاسو دوستانو، چې دا موږ به په کومه ورکه پسې سر وو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب