Homeسیمه - نړۍد پاکستان شکایت؛ امریکا راسره د افغانستان په اړه همغږي نه ساتي

د پاکستان شکایت؛ امریکا راسره د افغانستان په اړه همغږي نه ساتي

تاند( چارشنبه، د سنبلې ۳۱ مه) پاکستاني چارواکو شکایت کړی، چې امریکا متحده ایالات د افغانستان په اړه ورسره همغږی دریځ مخته نه وړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې یاد شوی هېواد د دوی د غوښتنې برعکس د افغانستان کنګل شوې ۹،۵ میلیارده ډالره د اسعارو زېرمه له کنګله نه وباسي.

پاکستاني وزیر په ورته وخت کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان به د منزوي ساتلو په صورت کې د نویمې لسیزې وضعیت ته ستون شي.

پاکستان هڅه کوله، چې امریکا او ملګري ملتونه د دغه نړیوال سازمان په سږنۍ کلنۍ غونډه کې د افغانستان په استازیتوب طالبانو ته د ګډون چانس ورکړي.

خو دا هېواد او دغه راز وسله وال طالبان ونه توانیدل، چې د ملګرو ملتونو په سږنۍ کلنۍ غونډه کې د ګډون او نړیوالو نه د رسمیت ترلاسه کولو چانس ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...