یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهروسیه وايي، امنیت شورا د طالبانو پر ضد د بندیزونو پر پای...

روسیه وايي، امنیت شورا د طالبانو پر ضد د بندیزونو پر پای ته رسېدو غور نه کوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱) د ملګروملتو په امنیت شورا کې د روسیې دایمی استازی واسیلي نبنزیا وايي، امنیت شورا حاضردمه نه غواړي چې د طالبانو پر ضد د بندیزونو پر لغوه کېدو غور وکړي.

نبنزیا نن (چهارشنبه) د روسیې له نووستي خبري اژانس سره په مرکه وویل، د امنیت شورا له لوري پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو د لغوه کېدو مسله د اوس لپاره په دې شورا کې د بحث په اجنډا کې شامله نه ده.

په امنیت شورا کې د روسیې دایمي سفیر د طالبانو پر ضد د بندیزونو موضوع ته په اشارې زیاته کړه «دا ډول پرېکړه باید ناڅاپه او په بیړه ونه شي، د داسې اقدام لپاره موږ باید لومړی د افغانستان حالات په ځیر وڅارو.»

سره له دې چې روسیې مخکې د طالبانو پر ضد د بندیزونو د پای ته رسېدو او له طالبانو سره د نړیوالو د ښو اړیکو ملاتړ کاوه خو په وروستیو کې دا هیواد د طالبانو اقداماتو ته د شک په سترګه ګوري او د پخوا په شان د طالبانو پر ضد د بندیزونو د پای ته رسېدو ملاتړ نه کوي.

ښاغلي نبنزیا وویل «سره له دې چې د امنیت شورا کابو ټولو غړيو د افغانستان په اړه د بحثونو په لړ کې په ځلونو ټینګار کړی چې د طالبانو د تحریک له لوري په افغانستان کې له نوي جوړ شوي حکومت سره د راتلونکو اړیکو په تړاو باید ډېر محتاط عمل وشي او په دې اړه په پرېکړه کې له بیړې کار وانه خیستل شی.»

په امنیت شورا کې د روسیې د دایمي استازي په باور په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسول دي.

ده زیاته کړه «زما په باور، که د بندیزونو پر مسلې غور هم کېږي باید لومړی د افغانستان ټولنیز او اقتصادي وضعیت او د بشري مرستو لپاره د هغو منفي پایلو ته پام وشي. په دې مسله کې په نورو هیوادونو کې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدا هم شاملېږي ځکه چې دا اقدام د افغانستان د اقتصاد د سقوط سبب کېدای شي.»

تر څو چې طالبان خپل دریځونه نرم نه کړي ګرانه ده چې نړیوال یې د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژني او یا دې امریکا د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي.

د دې په نتیجه کې به د افغانستان اقتصاد سخت ګوزار وخوري او ډېر احتمال شته چې د اقتصادي ستونزو له کبله عمومي نارضایتي د طالبانو حکومت له سقوط سره مخامخ کړي.

پاکستان، چې تر ټولو ډېر طالبانو ته نژدې هیواد دی، وايي، تر هغو به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني چې طالبانو بشري حقونه رعایت نه کړي.

د دغه هیواد صدراعظم عمران خان ویلي چې که طالبان خپل دریځونه نرم نه کړي او نورو ته په حکومت کې ونډه ورنه کړي په افغانستان کې به کورنۍ جګړه پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب