Homeخبرونهطالب لوی درستیز: د پنجشېر جنګ کې د پاکستاني پوځ موجودیت ناسمه...

طالب لوی درستیز: د پنجشېر جنګ کې د پاکستاني پوځ موجودیت ناسمه ادعا ده

تاند( چارشنبه، د سنبلې ۳۱ مه) د طالبانو د اسلامي امارت لوی درستیز مولوي فصیح الدین هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د پنجشېر ولایت په نیولو کې د پاکستان پوځ ورسره ملګری و.

نوموړي د بدخشان مرکز ته د سفر پرمهال په یوه غونډه کې ویلي، چې پنجشېر ولایت طالبانو په یوازې ځان نیولی او د پاکستان د ملتیا خبره ورسره بې ځایه ده.

طالب لوی درستیز دغه راز زیاته کړې، چې له امریکا څخه د پاتې وسلو او تجهیزاتو څخه په استفادې سره به طالبان یوه پياوړې اردو رامنځته کړي.

مولوي فصیح الدین، چې د بدخشان ولایت له تاجیکانو څخه دی او پر پنجشېر یې د طالبانو د برید مشري کوله، په پنجشېر کې اوس د امنیت خبر ورکوي.

د ده په خبره د پنجشېر خلک په خوندي ډول د طالب امارت تر سیوري لاندې ژوند کوي.

د هغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په پنجشېر کې د مقاومت ملي بهیر یوه قومندان صالح محمد ریګستاني وسله وال طالبان په پنجشیر کې د بشري حقونو په نقض تورن او وویل، چې یاده ډله د پنجشېر ځوانان له نیولو وروسته د کاپېسا زندان ته د سختو شکنجو لپاره وړي.

طالبانو بیا دا راپور رد کړی.

دوی دغه راز پر پنجشېر ولایت په شوي برید کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه هم د مقاومت ملي جبهې ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...