شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملاخیرخواه: له رسنیو به پاکستان سره د اړیکو پياوړتیا ته کار واخلو

ملاخیرخواه: له رسنیو به پاکستان سره د اړیکو پياوړتیا ته کار واخلو

تاند(چارشنبه، د سنبلې ۳۱مه) د طالبانو د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملاخیرالله خیرخواه نن پخپل دفتر کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د دغه هېواد سفیر منصور احمد خان سره لیدلي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا لپاره د رسنیو پر رول ټینګار کړی او د همکارۍ ژمنې یې سره کړي.

طالب مقام ویلي، چې افغانستان او پاکستان ډېر مشترکات لري او رسنۍ به یې د پياوړتیا لپاره کار وکړي.

دا لیدنه او خبرې په داسې مهال شوي، چې افغانان په ټوله کې له پاکستان سره ډېر حساسیت لري.

خلکو په وروستیو کې افغانستان ته د پاکستاني خبریالانو د مشکوکو او خلاص مټ سفرونو په اړه منفي غبرګونونه ښودلي وو.

3 COMMENTS

  1. تف لعنت په تاسي په پنجابي ملحد بادار ، تاسي لعنتيان د پنجاب ځنځير له غاړي نسۍ لري کولای اللهﷻ مو ذليله کړه.

  2. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا لپاره د رسنیو پر رول ټینګار کړی او د همکارۍ ژمنې یې سره کړي.

    طالب مقام ویلي، چې افغانستان او پاکستان ډېر مشترکات لري او رسنۍ به یې د پياوړتیا لپاره کار وکړي.
    باید وویل شی چې اړیکې خو ستاسو ډیرې پخوانۍ دي او ښې ټیګې اړیکې دی، هغه اړیکې چې ستاسو د تېرې دورې سره سمون خوري لکه امریکایانو ته ستاسو پرضد هوایی ځمکنی هر ډول اسانتیاوې ورکول او ستاسو د برحال سفیر بربنډول او امریکایانو ته سپارل په زړه پورې اړیکې وې او دې ته ورته نور چې اجیرې پاکستاني اردو له تاسو سره تر سره کړی دی.

  3. رښتیا ویل د غرګو جنګ دی
    که رښتیا ووایو نو ډیر د تالب خواخوږی به هم رانه خفه شی. پداسی حال کی چی مونږ د تالب سره هیڅ ډول مشکل نه لرو او د ښو کارونو يي ملاتړ کو خو زمونږ عمده مشکل يي د تګ لاری سره دی چی د هیواد او ولس ارمانونو ته دروند زیان رسوی.

    کاش دوۍ سره دومره د هیواد فکر وی او د ولس د ارمانونو نمایندګی يي په ښه ډول کړی وای.
    ښکته منډه پورته منډه او په پاکستان ورمنډه
    دوۍ لپاره د نړۍ مطلب یوازی پاکستان دی
    یو متل دی چی زه د ادې نوکر او ادې د کلی نوکره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب