شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهآسوشیتدپریس: آیا افغانستان به د طالبانو او داعش د خونړۍ جګړې میدان...

آسوشیتدپریس: آیا افغانستان به د طالبانو او داعش د خونړۍ جګړې میدان شي؟

تاند( چارشنبه، د سنبلې ۳۱مه) اسوشیتدپریس خبري اژانس د پورتني عنوان لاندې په افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلو د جګړې راتلونکی وضعیت څېړلی.

سرچینې په جلال اباد ښار کې د دې اونۍ د څو پرله پسې چاودنو له یادولو سره، چې مسوولیت یې داعش ډلې پرغاړه اخیستی، زیاتوي چې دغې ډلې د طالبانو خلاف خپل بریدونه متمرکز کړي.

د جلال اباد یوه اوسیدونکي فدا محمد، چې داعش ته په منسوبه یوه چاودنه کې یې یو ورور او یو د تره زوی وژل شوي، دغه نړیوال اژانس ته ویلي: موږ تمه لرله، چې د طالبانو له راتلو سره به د جګړې ټغر ټول شي، خو اوس ګورو چې جنګ لا دوام لري او پېچلی شوی.

د داعش له فعالیتونو د ډېر زیانمن شوي جلال اباد ښار یوه بل اوسیدونکي اسوشیتدپریس ته ویلي، چې بېوزلي او د بلې جګړې د را بره کیدو وېرې خلک سخت وارخطا کړي.

هغه د خپل ښار کیسه کړې، چې له طالب واکمنۍ سره پکې اقتصادي بحران خلک د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره ان د خپلو خونو فرش خرڅولو ته اړویستي.

د اسوشیتد پریس په دې راپور کې اندیښنه ښودل شوې، چې افغانستان به د یوې بلې خونړۍ جګړې کندې ته وغورځیږي.

ځینو نورو شنونکو هم په افغانستان کې اوج ته رسیدلی غربت او د طالبانو توند دریځه او نه پخلاکیدونکی حکومت داعش ترهګرې ډلې ته د فعالیتونو د شدت له زمینه سازۍ سره مرستندوی ګڼلي.

د طالبانو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په اړه ناسم تبلیغات کیږي.

هغه ډاډ ورکړی، چې دوی به د دې ډلې په ځپلو او مهارولو وتوانیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب