جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو له افغان روغتیایي سیستم سره ۴۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان...

ملګرو ملتونو له افغان روغتیایي سیستم سره ۴۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

تاند( چارشنبه، د سنبلې ۳۱مه) د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له سقوط کیدونکي روغتیایي سیستم سره د ۴۵ میلیونه ډالره مرستې اعلان وکړ.

د بشرپاله مرستواو بېړنیو مرستو په چارو کې د دغه سازمان د سرمنشی مرستیال مارتین گریفیتس وویل: دا مرسته به د نړیوال روغتیایي سازمان او یونیسف ادارو په واک کې ورکړل شي، چې د افغان روغتیایي سیستم د ژغورنې لپاره یې مصرف کړي.

څو ورځې مخکې نړیوال روغتیایي سازمان، چې رئیس یې کابل ته بېړنی سفر کړی و، د افغانستان روغتیایي سیستم د طالبانو له واکمنیدو وروسته له سقوط سره مخ وباله او ټینګار یې وکړ، چې عاجله پاملرنه ورته په کار ده.

د دغه وضعیت دلیل دا ښودل شوی، چې نړیوالو د طالبانو د واکمنیدو له کبله د نورو برخو ترڅنګ د افغانستان له روغتیایي سیستم سره هم خپلې مرستې ودرولي.

نړۍ د طالبانو واکمني په رسمیت نه پېژني او له دې کبله یې خپلې مرستې ورسره درولي دي.

طالبانو بیا له نړۍ غوښتي، چې خپلو بشرپاله مرستو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب