جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکریم خلیلي د کورنۍ جګړې خبرداری ورکړ

کریم خلیلي د کورنۍ جګړې خبرداری ورکړ

تاند( چارشنبه، د سنبلې ۳۱مه) د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر او د حزب وحدت ګوند مشر عبدالکریم خلیلي ګواښ کړی، چې که طالبان د ده په ټکیو له استبدادي چلنده لاس وانخلي، هزاره ګان به یې هم پرضد وسلې واخلي او افغانستان به د کورنۍ جګړې خواته لاړشي.

نوموړي یوې روسي رسنۍ ته ویلي، چې د طالبانو د حکومت اعلان شوې کابینه په هیڅ ډول ټول شموله او د منلو وړ نه ده.

خلیلي هیله ښودلې، چې نړیواله ټولنه به طالبان د افغانستان او نړۍ غوښتنو ته د غاړه ایښودو لپاره تر فشار لاندې راولي.

کریم خلیلي دا هم ویلي، چې نه یوازې هزاره ګان؛ بلکې تاجیکان او ازبکان هم د طالبانو په حکومت کې ځان نه ویني او ممکن پرضد یې سره یو لاس شي.

طالبانو بیا خپل حکومت ټول شموله او په عین حال کې سرپرست ګڼلی او ټینګار کوي، چې له وخت سره به لازم بدلونونه پکې راوستل شي.

نړیواله ټولنه او ان د طالبانو تر ټولو نیږدې بهرنی ملاتړی(پاکستان) هم د طالبانو له اعلان شوي حکومت سره موافق نه دی او پکې د ټولو لوریو د ګډون ټینګار لري.

4 COMMENTS

  1. بیا هم وایم: کورنی جګړه مارو ته هغه وخت نور ګاونډیا مهمات او اسلحه ورکوی هر کله چی افغانستان خارجی قواوی وی. خارجیان چی نوی نور نو جنګ سالاران څوک مزدور هم ننیسی. د خلیلی کیسه مفته ده نوره خبره د جنګ په خلاصیدو ده خلیلی دی له داعش سره یو ځای شی بیانو درسته ته جنګ دی وکړی لعنتی.

  2. کینه رزیله کورنۍ جګړه خو تاسو دا ۴۵ کاله روانه کړې وه او افغانستان ستاسو بیشرفو د لاسه ددې وحشي طالبانو لاس ته دوهم ځل ورغی. که تاسو غلو او خاینو د روسانو د وتلو وروسته په یو ټغر راټول شوی وی ولې به افغانستان دې حالت ته رسیده او ولې به د خاوره د پاکستان مستعمره کیده. تاسو ټول باید اعدام شئ.

  3. من با شما هم نظر هستم گلیم همه جنگ سالاران برداشته شد , این لعنتی ها کشور زیبا یی مارا به نام قوم ونژاد تقسیم کردند فقط بخاطر دزدی جنایت و خیانت ملی به ارزش های ملی ما , همه افغان های عزیز میدانند که در طول چهل سال این دزدان ملی هم به قدرت بودند وهم همیشه به فرمان پنجابی های افغان دوشمن و حکومت اخوندی ایران نظام را تخریب میکردند تا اینکه نظام پاکستانی ها حاکم شد . افغان ها در سرتا سر دنیا و افغانستان از این ادم کشان و خاینین ملی نفرت دارند .

  4. الله ج شما و امسال شما تمام خانین که از هر قوم و تبار باشد چه پشتون تاجک هزاره ازبک و غیره رسوا دنیا و اخرت نمایید

    شما با جهاد و قانون الله خیانت کردید که الله ج شما را خوار و ذلیل ساخت باز هم دم از خونریزی میزنید
    شرمنده دنیا شدید شرمنده اخرت در بین 18 هزار مخلوق شوید سر افگنده وارد جهنم شوید از رحم الله دور باشید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب